د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هند کې د ولسمشرۍ انتخابات کېږي


د هند د پارلېمان دواړه خونې او د ټولو ولایتونو او سیمو منتخب استازي د ولسمشر په انتخاباتو کې رایې کاروي - پخوانی انځور.
د هند د پارلېمان دواړه خونې او د ټولو ولایتونو او سیمو منتخب استازي د ولسمشر په انتخاباتو کې رایې کاروي - پخوانی انځور.

په هند کې د وفاقي پارلېمان او صوبايي جرګو یا اسمبلیو غړي د راتلونکي ولسمشر لپاره رایې اچوي.

تمه ښوول شوې چې د جولای ۱۸مې انتخابات به د واکمن بارتیا جنتا ګوند نومانده دروپدي مورمو وګټي.

د هغې لپاره دا انتخابات یو ډول رسمیات دي ځکه چې د بارتیا جنتا ګوند مشر او وزیراعظم نرېندرا مودي په وفاقي پارلېمان او صوبايي اسمبلیو کې د خپلې خوښې نوماند بریالي کولو لپاره کافي څوکۍ لري. د مودي په مشرۍ ملي جمهوري اېتلاف په یوشمېر ایالتونو کې واکمن دی.

داسې ښکاري چې دروپدي مورمو به په ایالتي جرګو یا اسمبلیو کې د نورو سیمه ییزو ګوندونو ملاتړ هم ترلاسه کړای شي.

د بارتیا جنتا ګوند د ولسمشر نومانده دروپدي مورمو په احمداباد کې د یوې غونډې پر مهال - د جولای ۱۷مې انځور.
د بارتیا جنتا ګوند د ولسمشر نومانده دروپدي مورمو په احمداباد کې د یوې غونډې پر مهال - د جولای ۱۷مې انځور.

مخالفه ګوندونو یشونت سېنها د ولسمشرۍ لپاره نوماند کړی دی.

په هند کې انتخاباتي استازي (الېکټورل کالج) ولسمشر ټاکي. الېکټورل کالج د پارلېمان د دواړو جرګو یا خونو، ټولو صوبايي اسمبلیو، د پلازمېنې نوي دلي او پونډيچیري سیمو له منتخبو استازو جوړ دی.

د هند اېن ډي ټي وي وايي، ۶۴ کلنه مورمو "یوه قبایلي" ښځه ده چې پخوا د جارکنډ او اړېسه ایالتونو ګورنره هم پاتې شوې.

یشونت سېنها د اپوزیشن د ولسمشرۍ نوماند دی - پخوانی انځور.
یشونت سېنها د اپوزیشن د ولسمشرۍ نوماند دی - پخوانی انځور.

د ټېلېوېژن په خبره، سېنها له ۱۹۹۸ز کال څخه تر ۲۰۰۲ز کال پورې د اټل بهاري واجپايي د واکمنۍ پر مهال د مالي چارو وزیر پاتې شوی. نوموړي د ۲۰۰۲ز کال له جولای څخه تر ۲۰۰۴ز کال پورې د بهرنیو چارو وزیر په توګه هم دنده تر سره کړې چې وروسته بیا په ترېنامول کانګرس ګوند ورګډ شو.

ټاکل شوې چې ۱۵م ولسمشر د انتخاباتو نتیجې د جولای پر ۲۱مه اعلان شي.

د هند له اساسي قانون سره سم، ولسمشر د دولت (ریاست) مشر او د وفاق علامت وي چې خورا کم اجراییوي واک لري.

د هند اوسنی ولسمشر رام نات کووېند دی چې هغه هم د بارتیا جنتا ګوند غړی دی. د هغه د پینځه کلنې دندې موده د ۲۰۲۲ز کال د جولای پر ۲۴مه پای ته رسي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG