د لاسرسي ځای

تازه خبر

تر هانګ کانګه د چین امنیتي قانون غځولو پر سر د امریکا خبرداری


په هانګ کانګ کې حکومت ضد زرګونه کسان لارو، کوڅو ته وتلي ول
په هانګ کانګ کې حکومت ضد زرګونه کسان لارو، کوڅو ته وتلي ول

واشنګټن - د امریکايي ولسمشر د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین بیجنګ ته خبرداری ورکړی چې که چین "د هانګ کانګ د نیولو" هڅه وکړه نو ورباندې به بندیزونه ولګوي.

دا خبره نوموړي د مې پر ۲۴مه تر هغې وروسته کړې چې پولیسو پر جمهوریت پلویو مظاهره کوونکو برید وکړ.

پر ۱۹۹۷ز کال چې برتانیې هانګ کانګ، چین ته وسپاره نو له هغه وخت راهیسې ځانګړی حیثیت لري.

پولیسو د مې پر ۲۴مه، د مظاهره کوونکو د منتشرولو لپاره ورباندې اوښکې بهوونکی ګیس او اوبه وپاشلې.

خلک پر هانګ کانګ، د چین د ملي امنیتي قوانینو د مستقیم نفاذ پلان پر ضد لارو، کوڅو ته وتلي ول.

پولیسو وروسته پر فېسبوک وویل چې په ناقانونه ډول د خلکو غونډېدو او ناوړه چلند په تورونو یې ۱۸۰ کسان نیولي.

چین د مې پر ۲۱مه د قوانینو نافذولو پلان وړاندې کړ چې ورسره سم به د هغه هېواد استخباراتي ادارې تر هانګ کانګه وغځېږي.

له دې کار سره د هانګ کانګ د ځانګړي حیثیت د ختمېدو او د بیجنګ او واشنګټن د اختلافاتو ژورېدو ګواښ زېږېدلی.

د امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین د مې پر ۲۴مه وویل، "داسې ښکاري" چې که چین "د ملي امنیت قانون وروغځوي نو په حقیقت کې به هانګ کانګ ونیسي."

ده وویل، که بیجنګ دا کار وکړ نو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپېو "ښايي دا تایید نه کړای شي چې هانګ کانګ د لوړکچ کورواکي لري او که داسې وشول" نو واشنګټن به "پر هانګ کانګ او چین بندیزونه ولګوي."

د هانګ کانګ ښار حکومت خلکو او بهرنیو پانګوونکو ته د باور ورکولو هڅه کړې ځکه چې د چین پلان د نړیوال بازار اندېښنې پارولي.

بهرنیو هېوادونو، د بشري حقونو نړیوالو ادارو او ځینو کاروباریانو د پلان "سخته غندنه" کړې.

خو د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي بیا وویل چې دا قانون باید "بې له ځنډه" نافذ شي.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG