د لاسرسي ځای

تازه خبر

هانګ کانګ: پر مظاهره کوونکیو اوښکې بهوونکی ګیس استعمال شوی


دا مظاهرې له هغې وروسته پېل شوې چې د چين حکومت پر هانګ کانګ د خپلو قوانینو د عملي کولو اعلان وکړ.
دا مظاهرې له هغې وروسته پېل شوې چې د چين حکومت پر هانګ کانګ د خپلو قوانینو د عملي کولو اعلان وکړ.

راپورونه وايي، د مې پر ۲۴مه، د هانګ کانګ پولیسو په جمهوريت پلوو مظاهرينو اوښکې بهوونکی ګېس کارولی دی.

د مې په ۲۴مه دا مظاهرې له هغې وروسته پېل شوې چې د چين حکومت پر هانګ کانګ د خپلو قوانینو د عملي کولو اعلان وکړ.

د چين حکومت د مې په ۲۱مه د داسې قوانينو عملي کولو وړاندیز وکړ چې له مخې به یې استخباراتي ادارې په دې ښار کې فعاليت کولی شي.

هانګ کانګ خودمختاره حیثيت لري او د چين له خوا پکې د نوو قوانينو عمل کېد د دې حثیت تروړل ګڼل شوي دي.

له همدې وجې یې خلکو په خلاف مظاهرې پېل کړي دي. په پلان کې ده چې د چين پارليمان به د جون په څلورمه دا وړاندیز شوي قانوني مسوده منظور کړي.


د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG