د لاسرسي ځای

تازه خبر

په نړۍ کې د کورونا وایرس مثبتې پېښې تر ۱۵ میلیونه واوښتې


د اسټرالیا په مېلبرن کې چارواکو تمبوزک وهل اړین ګرځولي
د اسټرالیا په مېلبرن کې چارواکو تمبوزک وهل اړین ګرځولي

د جولای تر ۲۳مې په نړۍ کې د کورونا وایرس د مثبتو پېښو شمېر تر ۱۵ میلیونه لوړ شوی دی.

په دې کې یې تر ټولو زیاتې پېښې په امریکا، بیا په برازیل او ورپسې په هند کې ثبت شوې دي.

د جولای پر ۲۲مه، په امريکا کې پر دويمه ورځ هم د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له وجې تر ۱،۱۰۰ زيات کسان مړه شوي دي.

دا تر د مې مياشتې وروسته په امريکا کې په پرلپسې دوو ورځو کې د کورونا وايرس له کبله لومړی ځل دی چې د ۱،۱۰۰ کسان له ناروغۍ مري.

په اپرېل مياشت کې په يوه ورځ کې نېږدې ۲،۰۰۰ کسان له کووېډ-۱۹ وژلي ول.

د کورونا وایرس په اړه شمېرې خپروونکی امريکايي پوهنتون جانز هاپکېنز ليکلي چې په امريکا کې د جولای تر ۲۳مې پورې د وایرس ۳.۹ میلیونه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

له دې کسانو څخه شاوخوا ۱۲ لاکه کسان رغېدلي خو کووېډ-۱۹ ناروغۍ تر ۱۴۳،۰۰۰ زیات کسان مړه کړي.

پوهانو خبرداري ورکړی چې په امريکا کې د کورونا وايرس له کبله د مړیو شمېر زياتېدای شي.

په امريکا کې په عمومي توګه هر ورځ پر کورونا وايرس د اخته کسانو شمېر ۶۶،۰۰۰ وي.

د نړۍ په هېوادونو کې د کووېډ-۱۹ پېښې دلته وګورئ

د امريکا په زياتره ایالتونو کې حکومتونه د زیاتېدونکو پېښو له وجې د کاروبارونو بیا پرانیستو پرېکړې ته کتنه کوي او ګڼو یې د ماسک یا تمبوزک وهل لازمي کړي دي.

هلته په برازيل او ارجنټین کې د کورونا وايرس مثبتې پېښې په زياتېدو دي او په ټوله لاتیني امريکا کې تر اوسه تر څلورو ميليونه زياتې پېښې ثبت شوې دي.

د نړۍ په نورو هېوادونو کې هم د کورونا وايرس نوې پېښې په زیاتېدو دي او حکومتونو یې د مخنیوي لپاره اقدامات کړي دي.

د اسټرالیا په مېلبرن کې د جولای پر ۲۲مه تمبوزک په مخ کول اړین شول.

د جاپان د پلازمېنې ټوکیو ګورنر پر خلکو غږ کړی چې په راتلونکو ورځو کې د چوټیو پر مهال دې په کورونو کې پاتې شي.

د جانز هاپکېنز پوهنتون په وینا، د جولای تر ۲۳مې په ټوله نړۍ کې له کووېډ-۱۹ ناروغۍ څخه ۸.۶ میلیونه خلک رغېدلي خو ناروغۍ ۶۲۳،۸۶۳ کسان وژلي دي.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG