د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیوالو مشرانو پر ډبلیو اېچ او د امریکايي پیسو بندول غندلي


ټرمپ د اپرېل پر ۱۴مه ډبلیو اېچ او ته د پیسو ځنډول اعلان کړل
ټرمپ د اپرېل پر ۱۴مه ډبلیو اېچ او ته د پیسو ځنډول اعلان کړل

نړیوالو مشرانو د روغتیا نړیوالې ادارې (ډبلیو اېچ او) ته د امریکا د پیسو بندول غندلي دي.

یو شمېر مشرانو د اپرېل پر ۱۵مه تر هغې یوه ورځ وروسته څرګندونې کړي چې امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ د کورونا وایرس وبا د تنظیمولو پر سر پر ډبلیو اېچ او انتقاد وکړ او ورباندې یې د خپل هېواد د شاوخوا ۵۰۰ میلیونه ډالره بندولو اعلان وکړ.

دا اقدام پر داسې مهال شوی چې د اپرېل پر ۱۵مه په نړۍ کې د کورونا وایرس د مثبتو پېښو شمېر تر دوه میلیونه واوښت.

اروپايي هېوادونو، روسیې، چین، ملګرو ملتونو او پوهانو د ټرمپ پر پرېکړه انتقاد وکړ.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماز پرون پر ټوېټر ولیکل، "د نورو ملامتول ګټه نه لري بلکې تر ټولو غوره پانګونه د ملګرو ملتونو او په تېره بیا وار له مخه د کمو مالي سرچینو لرونکې روغتیا نړیوالې ادارې پیاوړي کول دي" چې د کورونا وایرس "زیات ټېسټونه" وکړای شي او د ناروغۍ "واکسین پیدا کړي."

ټرمپ پر ډبلیو اېچ تور پورې کړی چې د کورونا وایرس په خپرېدو کې یې "خورا زیاته بې نظمي" کړې.

ټرمپ وویل، خپل حکومت ته یې امر کړی چې د روغتیا نړیوالې ادارې ته دې د پیسو ورکول وځنډوي.

ده وویل، له دوو څخه د درو میاشتو تر مودې پورې د ډبلیو اېچ او کردار او کار ته بیا کتنه کوي.

امریکا د روغتیا نړیوالې ادارې ته تر ټولو زیاتې پیسې ورکوونکی هېواد دی او په ۲۰۱۹ز کال کې یې ورته ۴۰۰ میلیونه ډالر ورکړي ول.

کورونا وایرس د اپرېل تر ۱۵مې، په امریکا کې تر ۲۶،۰۰۰ زیات کسان وژلي ول او پکې تر شپږ لاکه زیاتې مثبتې پېښې ثبت شوې وې چې دا په یوه هېواد کې د کورونا وایرس د ناروغۍ تر ټولو زیاتې پېښې او مرګونه دي.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG