د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ پر ډبلیو اېچ او پیسې بندې کړې


د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، خپلې انتظامیې ته یې هدایات ورکړي چې د روغتیا نړیوالې ادارې ( ډبلیو اېچ او) ته دې د امریکا پیسې بندې کړي.

ولسمشر ټرمپ د اپریل پر ۱۴مه په سپینه ماڼۍ کې د مالوماتو ورکولو پر وخت وویل:

"ډبلیو اېچ او په خپله بنیادي ډیوټي تر سره کولو کې پاته راغلی دی او باید چې حساب یې وشي".

ولسمشر ټرمپ د کورونا وایرس وبا خپرېدو مخنیوي په لړ کې د ادارې له کارکردګۍ سره د اختلاف پر سر دغه پرېکړه کړې ده.

ولسمشر ټرمپ زیاته کړه چې امریکا به د شپېتو او نوي ورځو لپاره د ډبلیو اېچ او د رول جاج اخیستو پورې ادارې ته خپل فنډونه دروي.

ولسمشر ټرمپ وویل چې دغه وبا پر وخت په هغه ځای کې کنټرولېدای شوی له چېرته نه چې خپره شوه او د ګڼو انسانانو ژوند به یې ژغورلی وی. د ټرمپ په خبره که د ملګرو ملتونو دغه ادارې په غوره ډول له چینه د وایرس د رپورټونو راتللو پلټنې کړی وی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG