د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیواله ټولنه دې له طالبانو سره د سولې موافقې ضمانت ورکړي: اتمر


اتمر وايي طالبان باید ژر تاوتریخوالی کم کړي او د سولې خبرو ته کښېني
اتمر وايي طالبان باید ژر تاوتریخوالی کم کړي او د سولې خبرو ته کښېني

د افغانستان بهرنیو چارو سرپرست وزیر وایي، ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه باید له افغان حکومت سره د طالبانو سولې تړون ضمانت وکړي.

محمد حنیف اتمر وایي، طالبان اوس له افغان ځواکونو او افغانانو سره جنګېږي چې د ده په وینا، هېڅ دلیل او جواز نه لري.

اتمر د اګست پر پېنځمه د امریکا د سټینفرډ پوهنتون له هوور څېړنیز مرکز سره په مرکه کې وویل، چې څومره ژر کېدای شي طالبان باید تاوتریخوالی کم کړي او له حکومت سره مخامخ خبرو ته کښېني.

طالبان وايي، د تاوتریخوالي کمولو او اوربند په اړه په بین الافغاني خبرو کې بحث کوي چې له اوږدې مودې راهیسې د زندانیانو تبادلې په ګډون د یو شمېر نورو موضوعاتو پر سر د اختلاف له وجې ځنډېدلې دي.

ټاکل شوې وه چې د فبرورۍ پر ۲۹مه د امریکا او طالبانو د سولې موافقې تر لاسلیک وروسته په مارچ کې بین الافغاني خبرې پیل شي، خو دا کار تر اوسه نه دی شوی.

اتمر وویل، له طالبانو سره د خبرو لومړني ټکي به پر بشري اوربند موافقه، ګډ راتلونکي پلانونه، اساسي قانون، د سولې تړون عملي کول او نور مسایل وي.

اتمر وویل، په هر ډول هوکړه کې به جمهوریت، د بشري حقونو او جوړو شویو بنسټونو ساتنه سرې کرښې وي او زیاته ‌یې کړه چې نړیوال باید له طالبانو سره د شوني تړون د عملي کېدو ضمانت وکړي.

اتمر وویل طالبان باید ژر له افغان حکومت سره خبرو ته کښېني
اتمر وویل طالبان باید ژر له افغان حکومت سره خبرو ته کښېني

هغه زیاته کړه: "موږ باید د ملګرو ملتونو امنیت شورا او نړیوال ملګري دې مسله کې دخیل کړو، دا هغه څه دي چې د سولې په اړه زموږ په پام کې دي."

له اتمر سره مرکه کوونکی هم د هوور څېړنیز مرکز لوړپوړی غړی هربرټ رېمنډ مېک ماسټر وو چې له ۲۰۱۷ز کال څخه تر ۲۰۱۸ز پورې د امریکا د ملي امنیت سلاکار پاتې شوی.

په مرکه کې چې له اتمره په افغانستان کې د امریکا جګړې اوږدېدو لامل وپوښتل شو نو ده ورته وویل، ولې امریکا له افغانستانه وتلو ته بې صبره ده؟

ده په ځواب کې یو شمېر سیاسي تېروتنو ته اشاره وکړه.

اتمر دا تېروتنې، پخلاینې ته د طالبانو په ځنډ اقدام، له افغانستانه بهر د ترهګرو پټنځایونو ته نه ‌پام، په حکومت کې فساد او د سیمه‌ ییزې او نړیوالې اجماع کمزورتیا یادې کړې.

نوموړي ټینګار وکړ چې اوس هم باید له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل مشروط وي.

امریکا وايي د ۲۰۲۰ز کال تر جولای پورې یې په افغانستان کې د سرتېرو شمېر ۸،۶۰۰ ته ښکته کړی
امریکا وايي د ۲۰۲۰ز کال تر جولای پورې یې په افغانستان کې د سرتېرو شمېر ۸،۶۰۰ ته ښکته کړی

نوموړي زیاته کړه: "زما هدف دا دی چې د بهرنیو سرتېرو وتلو ته یو مخکېنی شرط باید افغانستان کې د بهرنیو وسله والو ختمول وي، ځکه موږ یوازې له کورنیو اورپکو سره سوله کوو، سیمه ‌ییز، پاکستاني او نړیوالې ترهګرې ډلې باید له افغانستانه ووځي."

د سولې په موافقه کې د طالبانو له لوري د امنیتي ژمنو په بدل کې امریکا له افغانستانه د ټولو سرتېرو پر ایستلو سلا شوې.

امریکايي چارواکي وايي، له موافقې سره سم یې د ۲۰۲۰ز کال په جولای کې په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر له ۱۲،۰۰۰ څخه ۸،۶۰۰ ته ښکته کړ.

اتمر دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د اګست پر اوومه په کابل کې د سولې او د طالبانو د ۴۰۰ زندانیانو د خوشې کېدو په تړاو درې ورځنۍ مشورتي لویه جرګه پیلېږي.

خو طالبانو او د ولسي جرګې مشر د جرګې جوړېدو مخالفت کړی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG