د لاسرسي ځای

تازه خبر

نومیالی سندرغاړی عبدالله مقری ومړ


چارواکي وايي، مقری د کورونا وایرس په ناروغۍ اخته شوی وو - انځور له ارشیفه
چارواکي وايي، مقری د کورونا وایرس په ناروغۍ اخته شوی وو - انځور له ارشیفه

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پېژندل شوي سندرغاړي عبدالله مقري مړینه یوه "لویه ضایعه"بللې ده.

عبدالله مقري چې په کووېډ-۱۹ ناروغۍ تر اخته کېدو وروسته د کوما په حالت کې وو، د جون پر ۲۰مه د کابل په یوه روغتون کې ومړ.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند صابر مومند مشال راډیو ته وویل، "عبدالله مقري څو لسیزې د افغانستان د فرهنګ او هنر د ودې لپاره حماسي سندرې وویلې او د ځوانانو په ویښولو کې یې د هنر په ژبه رغنده رول لوبولی دی. د ده مړینه د هنر او موسیقۍ په برخه کې یوه لویه ضایعه ده."

مقري سلګونه سندرې او ملي ترانې ویلي او هنر یې ډېر مینه وال لري.

په وروستیو کې د کورونا وایرس وبا له کبله په افغانستان کې د مړینو شمېر په بې ساري ډول زیات شوی دی.

د دې ناروغۍ له وجې په تېره یوه اوونۍ کې یو شمېر نومیالي کسان مړه شوي دي.

د جون پر ۱۴مه، د افغانستان د حزب اسلامي د شوراګانو د اتحاد غړی قاضي محمد امین وقاد ومړ.

پر هم هغه ورځ د ولسمشر سلاکار او لیکوال محمد نبي مصداق هم مړ شو. مصداق کلونه په رسنیو کې کار کړی وو.

تر دې مخکې د جون پر ۱۲مه د اطلاعاتو او کلتور وزارت پخوانی مرستیال او لرغونپوه پروفیسر رسول باوري هم د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له وجې مړ شو.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG