د نقيب مسید د وژنې مقدمه ولې ورو روانه ده؟
د کراچۍ ترهګرۍ ضد عدالت د ډېسېمبر پر ۱۴مه د وزيرستاني ځوان نقيب الله مسید د وژنې د مقدمې اورېدنه کړې چې پکې د مقدمې پخواني تحقيقاتي افسر تایید کړې چې د قتل پروخت پوليس افسر راو انور موجود وو. نقيب مسید درې کاله وړاندې د حراست په دوران کې وژل شوی وو چې وروسته يې له عدالت پرته د وژلو تور د هغه وخت پر پوليس افسر راو انوار پورې شو. د هغه د مقدمې درې کاله پوره شوي خو لا هم وروستۍ نتيجې ته نه ده رسېدلې. د مقدمې د ورو والي ممکنه لامل څه کېدای شي او د نقيب مسيد تر وژنې وروسته په کراچۍ کې د پوليسو له خوا د خلکو له عدالت پرته د وژلو پېښې پر څه حال دي؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې کې څېړل شوې دي.
برخې
-
دسمبر ۱۴, ۲۰۲۲
له قبایلي ضلعو سره شوې ژمنې څومره عملي شوې دي؟
-
نومبر ۲۳, ۲۰۲۲
د پاکستان سياست ولې د پوځ د نوي مشر ټاکنې شاوخوا څرخي؟
-
نومبر ۰۹, ۲۰۲۲
قبايلی ضلعو کې د ښځو احتجاج څنګه رجحان دی؟