د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مومندو پوليسو کاربندیز ختم کړ


د مومندو نقشه
د مومندو نقشه

د مومند ضلعې پولیسو د مې پر ۲۱مه خپل هړتال په ختمولو د تاڼو دننه د ابتدايي معلوماتي رپورټ (اېف ای ار) درجولو ترڅنګ نور دفتري کارونه بیا پيل کړي دي.

د مومندو پوليس د مې له ۱۸مې څخه په هړتال وو او غوښتنه يې کوله چې د دوی هغه ۱۰۰ غړي چې له مومندو د خيبر پښتونخوا چارسدې، صوابۍ، نوښار او ځينو نورو ضلعو ته بدل شوي، بايد بېرته مومندو ته ولېږدول شي.

له مومندو د حکمران ګوند تحريک انصاف پارلېماني استازی ساجد مومند د مې پر ۲۱مه مشال راډيو ته وويل چې د مې پر ۱۹مه د پاکستان وزیراعظم عمران خان د مومند ډيم لیدو پر مهال د پوليسو غوښتنه د خیبر پښتونخوا اعلا وزير محمود خان ته وړاندې کړه او نوموړي د مردان ډېویژن پولیسو مشر ته د دغې مسلې د هوارولو وويل.

مومند وویل، "د یو سپاهي رینک پولیس چې تنخوا يې هم کمه وي، صوابۍ يا بلې ضلعې ته په بدلولو په دومره کمه تنخا ورته د ماشومانو او د کور خرچه چلول ډېر ګران وي نو د مردان ډېويژن [پولیس مشر] ته مې وويل که یو اېس اېچ او یا ډی اېس پي بل ځای ته بدل کړئ نو خير دی خو د [ټیټو رتبو] غړي د څه مودې لپاره پر خپل ځای وساتئ، نو نوموړی راسره دا خبره ومنله."

د ساجد مومند په وينا، د مردان د پولیسو له مشر سره شوې خبرې يې د مومندو له پوليسو سره شريکې کړې چې تر هغې وروسته هغوی کاربندیز ختم کړ.

پر دې موضوع مشال راډيو د مردان پولیسو له وياند قاضی عادل سره رابطه وکړه خو په خبرو ورسره و نه توانېده.

د کوزه مومندو د امبار تحصيل د پوليسو ډی اېس پي پشم ګل د مې پر ۱۸مه مشال رېډیو ته وويلي ول، "دوی چې کومه ۲۲ نکاتي اجنډا د پولیسو صوبایي محکمې ته ورکړې وه نو په هغه کې يې ورته ويلي ول چې له بهره به د پولیسو غړي قبايلي ضلعو ته او یا د قبايلي ضلعو غړي به د خیبر پښتونخوا پخوانۍ ضلعو ته نه استول کېږي، کوم چې ورسره يادې محکمې منلې وه."

د مې پر ۱۹مه د مردان د پولیسو ویاند قاضي عادل مشال راډيو ته ويلي ول چې له مومندو يې پولیس یوازې د ښه روزنې لپاره چارسدې، نوښار او ځينو نورو ضلعو ته بدل کړي دي ځکه چې په قبایلو کې لا هم دا نظام نوی دی او محکمه غواړي، د قبايلي ضلعو پولیس هم له قانونه خبر شي.

د پاکستان پارلېمان، تېر حکومت او د هغه وخت ولسمشر د ۲۰۱۸ز کال د مې په اخري اوونۍ کې د ۲۵م اییني بدلون له منظورولو او لاسلیکولو سره قبایلي سیمې په خیبر پښتونخوا ورګډې کړې چې ورسره سم، د هېواد قانون تر هغو سیمو وغځېد.

له هغه وخت راهیسې په قبایلي سیمو کې اصلاحاتي بهیر روان دی او پخواني ملېشه ځواکونه په پولیسو ورګډ شوي دي.

د پاکستان حکومت په قبایلو کې د تاڼو جوړولو او پولیسو روزنې ته دوام ورکړی او وايي، په پړاوونو کې به په قبایلي ضلعو کې عدالتي ودانۍ هم جوړې او فعالې کړي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG