د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مومندو پولیس د تبادلو پرضد کاربندیز کړی


د کورمې قبایلي ضلعې پولیس - د ارشیف انځور
د کورمې قبایلي ضلعې پولیس - د ارشیف انځور

د مومند ضلعې پولیسو د مې له ۱۸مې راهیسې د تاڼو دننه د ابتدايي معلوماتي رپورټ یا اېف ای ار درجولو ترڅنګ نور دفتري کار درولي، او غوښتنه کوي چې هغه ۱۰۰ کسان چې له مومندو، و صوابۍ، نوښار او نور ضلعو ته بدل شوي، بايد بېرته مومندو ته ولېږدول شي.

د کوز مومندو د امبار تحصيل د پوليسو ډی اېس پي پشم ګل تېر ماخوستن (د مې پر ۱۸مه) مشال رېډیو ته وويل، دوی چې کومه ۲۲ نکاتي اجنډا د پولیسو صوبایي محکمې ته ورکړې وه نو په هغه کې يې ورته ويلي ول چې له بهره به د پولیسو غړي قبايلي ضلعو ته او یا د قبايلي ضلعو غړي به د خیبر پښتونخوا پخوانۍ ضلعو ته نه استول کېږي.

نوموړی وايي تر څو چې یې غوښتنې ونه منل شي تر هغې به کار نه پیلوي.

د مردان پولیسو وياند قاضی عادل د مې پر ۱۹مه وويل، له مومندو يې پولیس یواځې د ښه تربیت لپاره چارسدې، نوښار او ځينو نورو ضلعو ته بدل کړي دي ځکه چې په قبایلو کې لا هم دا نظام نوی دی او محکمه غواړي، د قبايلي ضلعو پولیس هم له قانونه خبر شي.

د پاکستان پارلېمان، تېر حکومت او د هغه وخت ولسمشر د ۲۰۱۸ز کال د مې په اخري اوونۍ کې د ۲۵م اییني بدلون له منظورولو او لاسلیکولو سره قبایلي سیمې په خیبر پښتونخوا ورګډې کړې چې ورسره سم، د هېواد قانون تر هغو سیمو وغځېد.

له هغه وخت راهیسې په قبایلي سیمو کې اصلاحاتي بهیر روان دی او پخواني ملېشه ځواکونه په پولیسو ورګډ شوي دي.

د پاکستان حکومت په قبایلو کې د تاڼو جوړولو او پولیسو روزنې ته دوام ورکړی او وايي، په پړاوونو کې به په قبایلي ضلعو کې عدالتي ودانۍ هم جوړې او فعالې کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG