د لاسرسي ځای

تازه خبر

د القاعدې وسله والې ډلې مشر ایمن الظواهري په یوه ویډیو کې راښکاره شوی


په سېپټمبر ۲۰۰۹ز کال کې د القاعدې ترهګرې ډلې د مشر ایمن الظواهري له یوې خپرې شوی ویډیو څخه اخیستل شوی انځور، له ارشیفه
په سېپټمبر ۲۰۰۹ز کال کې د القاعدې ترهګرې ډلې د مشر ایمن الظواهري له یوې خپرې شوی ویډیو څخه اخیستل شوی انځور، له ارشیفه

د وسله والې ترهګرې ډلې القاعده د مشر ایمن الظواهري یوه تازه ویډیو خپره شوې چې ورته په تېرو میاشتو کې د داسې لومړي ثبوت په توګه کتل کېږي چې نوموړی لا ژوندی دی.

دا ویډیو چې د اپرېل پر پینځمه خپره شوې پکې ظواهري د هغې مسلمانې هندۍ ښځې ستاینه کوي چې په فرورۍ کې یې په جنوب لویدیز کرناټکا ایالت کې په تعلیمي ادارو کې پر اسلامي حجاب د بندیز سرغړونه کړې وه.

دا ویډیو د القاعدې ډلې د رسنیو څانګې السحاب خپره کړې او د سایټ انټېلېجنس ګروپ په نوم هغې امریکايي ناحکومتي ادارې ژباړلې چې د ترهګرو ډلو فعالیتونه څاري. له ویډیو دا پته نه لګېږي چې ظواهري چېرې دی خو پکې نوموړی ښکاري چې پر سر یې سپین دودیز څادر غوړولی او شا ته یې پر یوه پوسټر یا لوحې "د هند شریفه ښځه" لیکل شوي دي.

تر دې مخکې د تېر کال په سيپتمبر کې د ظواهري یوه ویډیو خپره شوې وه چې پکې نوموړي تر هغې یوه میاشت مخکې پر افغانستان د طالبانو د واکمنېدو حواله نه وه ورکړې. له دې وجې داسې ګنګوسې خپرې شوې چې ښايي هغه ویډیو پخوانۍ وه او ښايي نوموړی مړ شوی وي.

ظواهري په ۲۰۱۱ کال کې د پاکستان په اېبټ اباد کې د امریکايي ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د القاعدې د پخواني مشر اسامه بن لادن تر وژنې وروسته د هغې ډلې مشري پیل کړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG