د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملتپاله بلوڅ سیاستوال او سېنېټر میر حاصل بزنجو ومړ


میر حاصل بزنجو د بلوچستان د ملتپاله نیشنل پارټۍ مشر وو - د ارشیف انځور
میر حاصل بزنجو د بلوچستان د ملتپاله نیشنل پارټۍ مشر وو - د ارشیف انځور

د اګست پر ۲۰مه د بلوچستان ملتپاله نیشنل پارټۍ مشر او د پاکستان سېنېټ غړی میر حاصل بزنجو له اوږدې ناروغۍ ومړ.

د ګوند د مشر مرستیال ډاکتر اسحاق بلوڅ مشال راډیو ته وویل چې سېنېټر بزنجو له شاوخوا دوو کلونو راهیسې د سږو (پپوس) سرطان لاره او د اګست ۲۰مې پر سهار د کراچۍ اغا خان روغتون کې تر بسترېدو وروسته ومړ.

د ده په خبره، د ۶۲ کلن بزنجو مړی به له کراچۍ څخه بلوچستان ته وروړي او بیا به یې جنازه کوي.

د پاکستان ټولو اپوزیشن ګوندونو په ۲۰۱۹ز کال کې میر حاصل بزنجو د سېنېټ مشرۍ لپاره خپل ګډ نوماند ټاکلی وو.

اپوزیشن ګوندونو هڅه کوله چې د سېنېټ مشر صادق سنجراني ضد د بې باورۍ تحریک په وسیله بزنجو د سېنېټ چېیرمین کړي خو په دې کار کې پاتې راغلل.

د بزنجو په مړینه غبرګونونه

د پاکستان یو شمېر سیاستوالانو او سازمانونو د سېنېټر بزنجو پر مړینه خواشیني ښوولې.

د بشري حقونو سازمان پر ټوېټر په بیان کې لیکلي چې نوموړی د "مترقي سیاستوال" او په "۱۹۷۳ز کال کې د ایین جوړوونکې اسمبلۍ غړي" میر غوث بزنجو زوی وو چې "ټول عمر یې مثبت سیاسي بدلون" راوستو په هڅو کې تېر کړ.

بیان زیاتوي چې سېنېټر بزنجو د "پارلېمان دننه او بهر د مساوات، انصاف او ولسواکۍ" دودولو لپاره هلې ځلې کولې.

د پاکستان پیپلز ګوند لوړپوړې سیاستوالې او سېنېټرې شیري رحمان پر ټوېټر لیکلي، د "ملګري" بزنجو د مړینې خبر "صدمه وررسولې".

نوموړې بزنجو د "اصولي سیاست" او د کمزورو او ځپلیو خلکو "د استازیتوب" لپاره ستایلی او مړینه یې د "یو دور پای" بللې.

د بلوچستان نیشنل پارټۍ مشر اختر مېنګل پر ټوېټر لیکلي چې د بزنجو مړینې "زښت خواشینی" کړی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ او د قامي اسمبلۍ غړي محسن دوړ پر ټوېټر په بیان کې د بزنجو مړینه د "جمهوریت او بلوچستان ولس نه پوره کېدونکی تاوان" بللې ده.

پخواني سېنېټر او ملتپاله سیاستوال افراسیاب خټک لیکلي، بزنجو د "سولې، وفاقي جمهوریت، سېکولرېزم او ټولنیز عدل لپاره د جدوجهد بډایه میراث" پرېښود.

بزنجو په ۱۹۵۸ز کال کې د خضدار په نال سیمه کې زېږېدلی وو او سیاست یې د بلوڅانو د زده کوونکو له سازمان (بلوچ سټوډنټس اورګنایزېشن - بي اېس او) څخه کړی وو.

نوموړي د کوټې له اسلامیه های سکوله د ښوونځي زده کړې بشپړې کړې او وروسته یې په کراچۍ کې پوهنتون ولوست.

د بزنجو انتخاباتي سیاست

بزنجو له ۲۰۱۷ز کال څخه تر ۲۰۱۸ز پورې د مسلم لیګ (ن) په پخواني حکومت کې د بحري چارو وزیر دنده ترسره کړه او له ۲۰۰۹ز کال راهیسې دوه ځلې د سېنېټر په توګه منتخب شو.

نوموړی په ۱۹۹۰ز کال کې د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړی منتخب شو او بیا په ۱۹۹۷ز کال کې یې هم د قامي اسمبلۍ څوکۍ وګټله.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG