د لاسرسي ځای

تازه خبر

مسلم لیګ او پیپلز ګوند د مولانا فضل الرحمان د غوښتنو ملاتړي دي: سیاستوالان


مولانا فضل الرحمان وايي له مارچه د حکومت ضد بل تحریک پیلوي

اسلام اباد - پاکستان مسلم لیګ (ن) او پیپلز ګوند وايي، اوس هم په هېواد کې د بیا انتخاباتو په اړه د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ له نورو اپوزیشن ډلو سره همنظره دي.

دا خبره د دواړو ګوندونو سیاستوالانو د جنورۍ پر ۲۲مه تر هغې وروسته مشال راډیو ته وکړه چې د جنورۍ ۲۰مې پر ماښام د جمیعت علمای اسلام (ف)، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، نیشنل پارټۍ، قامي وطن ګوند او ځینو نورو ډلو مشرانو په اسلام اباد کې سره ولیدل او د مارچ پر ۱۹مه یې له لاهوره د حکومت ضد بل احتجاجي تحریک پیلولو اعلان وکړ.

تر غونډې وروسته مولانا فضل الرحمان خبریالانو ته وویل، که د ۲۰۱۹ز کال په نومبر کې پیپلز ګوند او مسلم لیګ (ن) یې د اسلام اباد د احتجاجي ناستې سم ملاتړ کړی وای، نو خپلو موخو ته رسېدای شو.

نوموړي تور پورې کړ چې دواړو ګوندونو په هغه احتجاج کې "علامتي ګډون" کړی وو.

خو د پيپلز ګوند یو مشر سېنېتر بهره مند تنګی وايي، ګوند یې د هغو اقداماتو ضد دی چې ورسره جمهوریت زیانمنېږي یا کمزوری کېږي.

دی وايي، پیپلز ګوند له پیله مولانا فضل الرحمان ته ویلي ول چې احتجاجي ناسته دې نه اعلانوي بلکې اپوزیشن دې په ګډه د دې ډول ګامونو پرېکړه وکړي.

سېنېتر تنګی وايي، اوس هم مولانا فضل الرحمان په خپل سر په مارچ کې د احتجاجونو پیلولو اعلان وکړ خو هیله من دی چې د اپوزیشن په رهبر کمېټۍ کې به پر دې موضوع بحث کېږي:

"په کار دا وو چې که رهبر کمېټۍ کې نه وو، نو د [ګوندونو له مشرتابه] سره یې ملاقاتونه کړي وای. بیا یې د رهبر کمېټۍ مخې ته دا خبره ایښې وای او د [ټولو اپوزیشن ګوندونو ګډه غونډه] شوې وای او په هغې کې د [احتجاجي] تحریک د اعلان او د میاشت خبره شوې وای نو دا به نوره هم بهتره وه، په نسبت د دې چې ده [یوازې] اعلان وکړ. خو زما په خیال پر دې به بحث ضرور کېږي."

د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د اپوزیشن یو شمېر سیاستوالانو په پارلېمان کې د پوځي قانون په ترمیم کې له حکومت سره د پیپلز ګوند او مسلم لیګ (ن) پر مرسته انتقاد وکړ.

چې څوک د ایین سرلوړۍ، د پارلېمان د ځواکمنۍ او په خپلو حدودو کې د اېسټېبلېشمنټ د ساتلو سیاست نه کوي، له هغه سره به سیاسي رشته نه ساتو.
محمود خان اڅکزی

د دواړو ګوندونو په ملاتړ حکومت وتوانېده چې د جنورۍ په لومړیو کې ترمیمي مسوده له قامي اسمبلۍ او سېنېټه منظور کړي.

د جنورۍ ۲۰مې پر ماښام د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی هم د مسلم لیګ (ن) له کرداره ګیله من برېښېده خو ویې ویل چې که اپوزیشن ګوندونه د جمهوریت، ایین او پارلېمان سرلوړۍ سیاست نه کوي، نو ملګرتیا ورسره نشي ساتلای:

"زه اوس هم نه پوهېږم چې په میا [نواز شریف] صاحب څه وشول؟ خو یوه خبره سپینه ده او تاسې ټول ورڅخه خبر یاست چې میا صاحب د [جمهوریت] لپاره ډېر تکلیفونه ګاللي، ۱۰ کاله جلا وطنه وو او نور کړاوونه – نو پته نشته چې څه شوي؟ تر هغو چې موږ معلومه کړې نه وي چې څه شوي، د خپلو پخوانیو ملګرو خلاف څه نه وایو، خو چې څوک د ایین سرلوړۍ، د پارلېمان د ځواکمنۍ او په خپلو حدودو کې د اېسټېبلېشمنټ د ساتلو سیاست نه کوي، له هغه سره به سیاسي رشته نه ساتو."

د مسلم لیګ (ن) یو مشر سېنېټر پروېز رشید وايي، ګوند یې اوس هم پر دې دریځ کلک ولاړ دی چې په ۲۰۱۸ز کال کې په انتخاباتو کې درغلي شوې وه.

اڅکزی وايي د ایین سرلوړۍ لپاره هڅو ته دوام ورکوي
اڅکزی وايي د ایین سرلوړۍ لپاره هڅو ته دوام ورکوي

ده البته وویل چې ګوند به یې د اپوزیشن رهبر کمېټۍ ته ډاډ ورکړي چې له سره د انتخاباتو کولو په غوښتنه کې ورسره ملګري دي:

"د رهبر کمېټۍ په غونډو کې ټول ګوندونه خپل دریځ بیانوي، موږ به هم خپله خبره وکړو. اوسمهال په پاکستان کې تر ټولو اساسي مسله دا ده چې د پاکستان ولس باید ریښتینو او سمو انتخاباتو ته لاس رسی ولري. پر دې موضوع موږ پخوا هم له اپوزیشن سره د کړنلار پر جوړولو تیار ولو او په راتلونکې کې به هم چمتو یو."

د پاکستان تحریک انصاف په مشرۍ وفاقي حکومت او د انتخاباتو کمېشن د ۲۰۱۸ز کال انتخابات پاک، راڼه او منصفانه بللي.

وزیراعظم عمران خان تر انتخاباتي بریا وروسته په وینا کې ویلي ول چې د ټګیو د تورونو پلټنو ته تیار دی.

د پاکستان حکومت البته دا هم وايي چې اپوزیشن ګوندونه د احتساب له عمله د ځان ژغورلو لپاره احتجاجونه کوي، خو اپوزیشن دا تور ردوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG