د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ ګوندونه بیا د حکومت خلاف راوځي


اپوزيشن ګوند جميعت علمای اسلام (ف) يو وار بيا د حکومت خلاف د تحريک پېلولو اعلان کړی. دوی وايي د مارچ مياشتې په اخره کې به دغه تحريک پېلوي او دا وار به د تحريک انصاف په مشرۍ حکومت ختموي.

دا ګوند او پلويان يې وايي چې د موجوده حکومت د ناقصه پالسيو له کبله ولس د ګرانۍ په ګډون له يوشمېر ستونزو سره مخامخ دی. بلخوا حکومت پر دې اړه څه نه دي ويلي خو په تېر وختونو کې يې ویلي دي چې د پخوانيو حکومتونو د ناسمو پالسيو له کبله ملک له اقتصادي مسلو سره مخامخ دی.

جميعت علمای اسلام (ف) يو مخکښ او قامي اسمبلۍ غړی مولانا عبدالشکور وايي، پښتونخوا ملي عوامي پارټي، نېشنل پارټي او ځينې مذهبي تنظيمونه ورسره د حکومت خلاف ولاړ دي.


اپوزيشن ګوند جميعت علمای اسلام (ف) يو وار بيا د تحريک انصاف په مشرۍ حکومت خلاف سياسي ګوندونه رايوځای کوي. د دې ګوند يو مخکښ او قامي اسمبلۍ غړي مولانا عبدالشکور د جنورۍ پر ۲۲ مه مشال رېډيو ته وويل پښتونخوا ملي عوامي پارټي، نېشنل پارټي او ځينې مذهبي تنظيمونه له دوی سره د حکومت خلاف ولاړ دي.

نوموړی وايي، د حکومت خلاف يې تحريک نه دی درولی خو د مسلم ليګ (ن) پيپلز پارټۍ او ځينو نورو ګوندونو پر شا کېدو سره لږ کمروزی شوی خو اوس بيا هڅه کوي چې ټول سياسي ګوندونه له ځان سره ملګري کړي: ''د مارچ مياشتې په اخره کې به موږ له لاهور څخه خپل تحريک پېلوو . پښتونخوا ملي عوامي ګوند، نېشنل پارټي او ځينې مذهبي تنظيمونو راسره په ښکاره ولاړ دي او په پيپلز پارټۍ او مسلم ليګ (ن) مو اعتبار نشته خو مذاکرات له هرچا سره کېدای شي. موږ به په درغليو راغلي دې حکومت خلاف تر هغو کوششونه کوو چې تر څو مو کور ته نه وي لېږلی.''

د نېشنل پارټۍ يو سنېټر محمد اکرم وايي ګوند به يې د حکومت خلاف له جميعت علمای اسلام (ف) سره ولاړ وي. د ده په خبره د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د حکومت خلاف مخکنی تحريک ناکامه شوی نه وو او ګټې به يې په راتلونکو انتخاباتو کې مخې ته راځي.

نوموړي د جنورۍ په ۲۱ مه له مشال رېډيو سره په خبرو کې تور پوری کړ چې په انتخاباتو کې د درغليو په نتيجه کې راغلی موجوده حکومت د حکمرانۍ کولو اهل نه دی او ملک کې دا وخت د ګرانۍ په ګډون يو شمېر مسلې دي: ''له حکومته خلک تنګ دي او مايوسه دي. ګراني ده. ذخيره اندوزي روانه ده. امنيت هم ډېر ښه نه دی. نو په داسې حالاتو کې بايد په پارلېمان کې دننه بدلون وکړل شي يا بيا له سره انتخابات وشي. چې څه هم وي خو مطلب دا چې دا حکومت لیرې کړل شي ځکه چې هېڅ نه کوي.''

د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ يو مخکښ روف لالا په سېشنبه مشال رېډيو ته وويل دوی به د جمهوريت د پياوړتيا لپاره خپله مبارزه جاري ساتي او مولانا فضل الرحمان چې د ټول ګونديزې کمېټې په رڼا کې کوم ګامونه اخلي، دوی به پکې ګډون کوي: ''موږ تل د جمهوريت بقا لپاره مبارزه کړې او په دې جمهوري عمل کې له مولانا صېب سره ولاړ يو خو د ټول ګونديزې کمېټۍ د فصلو په رڼا کې به خپل پروګرام مخې ته وړو.''

په اسلام اباد کې د سياسي چارو پوه قرېش خټک د سېشنبې پر ورځ مشال رېډيو ته وويل چې د جميعت علما اسلام (ف) په مشرۍ د حکومت خلاف د وړو سياسي ګوندونو تحريک به وکولای شي چې د دې ګوندونو سياست ژوندی وساتي خو حکومت ته به ډېر تاوان و نه رسوي:

''له دې سره به دا پېغام ,لاړ شي چې د پوځ له لېبارټرۍ بهر هم سياست کېدای شي. دا پېغام هم ورکوي که غټ ګوندونه د پوځ له مجبورۍ ازادې پرېکړې نشي کولای نو واړه ګوندونه خپلواکه دي او په خپل اصولي پیغام سمجوته نه کوي.''

مشال رېډيو هڅه وکړه چې له حکومتي ګوند سره هم په دې اړه خبرې وکړو خو چا زموږ فون پورته نه کړ.

جميعت علما اسلام د ۲۰۱۹ز کال د اکتوبر په اخره کې هم د حکومت خلاف د ازادۍ په نوم مارچ پیل کړ چې د وزيراعظم عمران خان د استعفی غوښتنه يې کوله. خو بيا دغه مارچ په نومبر کې ختم شو. دوی تور لګوي چې د ۲۰۱۸ م کال په انتخاباتو کې د درغليو په نتيجه کې د تحريک انصاف حکومت جوړ شوی خو حکومت او الېکشن کمېشن دغه تورونه ردوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG