د لاسرسي ځای

تازه خبر

محسن داوړ وايي شناختي کارډ او بانکي حساب یې تړل شوی


محسن داوړ وايي حکومت ورته د شناختي کارډ او بانکي حساب تړلو وجه نه ده ښوولې - انځور له ارشیفه
محسن داوړ وايي حکومت ورته د شناختي کارډ او بانکي حساب تړلو وجه نه ده ښوولې - انځور له ارشیفه

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان استازي محسن داوړ دعوه کړې ده چې حکومت یې شناختي کارډ او بانکي حساب تړلی دی.

نوموړي د اګست پر نهمه پر ټوېټر او فېسبوک لیکلي چې کارډ او بانکي اکاونټ یې له دوو میاشتو راهیسې تړلي دي. د پاکستان حکومت لا پر دې موضوع رسمي دریځ نه دی ورکړی.

داوړ د اګست پر ۱۱مه مشال راډیو ته وویل، حکومت تر اوسه ورته وجه نه ده ښوولې. "ما ته بانک [پیغام راستولی] وو چې اکاونټ دې [تازه] شو نو حیران شوم چې زه خو بانک ته نه یم تللی نو [حساب مې] څنګه اپډېټ (تازه) شو. نو چې بانک ته ولاړم، راته یې وویل چې اکاونټ دې تړلی دی. بیا مې د پخواني اکاونټ تفصیل ورکړ نو بانک راته وویل چې هغه هم تړل شوی."

محسن داوړ وویل، د شناختي کارډ له تړلو هغه مهال خبر شو چې د کووېډ-۱۹ دویم واکسین یې لګاوه.

دی وايي، هغه مهال ورته روغتیاپالانو وویل چې د پاکستان د شناختي کارډونو ادارې (نادرا) په ډېټابېس (د موادو او معلوماتو زېرمتون) کې یې په اړه معلومات نه شته. "نادرا ته چې ولاړم نو راته یې وویل چې قامي شناختي کارډ دې تړل شوی."

محسن داوړ پر ټوېټر په بیان کې لیکلي چې پر وړاندې یې دا اقدام ځکه شوی چې د پاکستان د "ایین د درناوي او سپېڅلتیا خبره" کوي.

نوموړي له مشال راډیو سره په خبرو کې زیاته کړه چې دا ډول کارونه یې د پښتنو د حقونو لپاره له سوله ییزې مبارزې نه شي اړولای.

د نادرا یوه چارواکي د اګست پر ۱۱مه د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې هغوی یوازې شناختي کارډونه جوړوي او په ډېټابېس کې معلومات تازه کوي.

د ده په خبره، نادرا یوازې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت یا عدالت په امر د یو کس شناختي کارډ تړي او چې ورته حکم وشي، نو بیا یې خلاصوي.

په پاکستان کې د بانکي حساب پرانیستو لپاره د شناختي کارډ او پاسپورټ په څېر اسناد اړین دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت یوه چارواکي د اګست پر ۱۱مه د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د داوړ شناختي کارډ یې نه دی تړلی.

د ده په خبره، کېدای شي چې نادرا د نوموړي کارډ بند کړی وي. دې چارواکي زیاته کړه چې محسن داوړ دې په خپله ضلع کې د نادرا دفتر او یا هم انتظامي مشر ته شکایت وکړي چې هغوی یې ستونزه وڅېړي او هواره یې کړي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG