د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غونډه د افغانستان او برما د استازيو له ويناوو پرته پای ته رسېدلې


په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ ۷۷مې کلنۍ غونډې د ۲۰۲۲ز کال سېپټېمبر له ۲۰مې بيا تر ۲۶مې دوام درلودـ
په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ ۷۷مې کلنۍ غونډې د ۲۰۲۲ز کال سېپټېمبر له ۲۰مې بيا تر ۲۶مې دوام درلودـ

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غونډه د سېپټېمبر پر ۲۶مه د افغانستان او برما د استازيو له ويناوو پرته پای ته ورسېده.

دا دويم کال دی چې د دواړو هېوادونو کوم استازي دې غونډې ته وينا نه ده کړې.

ملګرو ملتونو د ۲۰۲۱ز کال له ډېسېمبر مياشتې راهيسې د دواړو هېوادونو پر څوکيو ګمارنې ځنډولې دي چې وجه يې د سفارتکارانو په وينا، د هغو هېوادونو د واکمنو لخوا اعتراضونه دي.

طالبانو د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه په افغانستان کې د جمهوري حکومت په ړنګولو سره پر هغه هېواد کنټرول تر لاسه کړ.

دوی له هغه راهیسې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعليم بنديز لګولی، خو د ښځو او لږکيو پر حقونو د تېري له کبله هېڅ يوه هېواد په رسميت نه دي پېژندلي.

برما چې د میانمار په نوم هم يادېږي، پکې پوځ له د سولې نړيوالې جايزې ګټونکې ان سان سوچي په مشرۍ له ولسي مشرانو سره کړی تړون مات کړ او د ۲۰۲۲ز کال په فبرورۍ مياشت کې يې کودتا وکړه. له هغه وروسته يې د خپلو مخالفينو د نیولو لړی پیل کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG