د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لیډي ریډنګ روغتون او پي ډي څانګه پرانېستل کېږي


پېښور کې د کورونا وایرس وهلیو لپاره ځایونه ځانګړي شوي
پېښور کې د کورونا وایرس وهلیو لپاره ځایونه ځانګړي شوي

د پېښور د لیدي ریډنګ روغتون چارواکي وايي، له راتلونکې اوونۍ نه یې یو وار بیا د ناروغانو پر مخ د بهرنیو او ورځنيو مریضانو د کتنې څانګې ( او پي ډي ) په مشروط ډول پرانېزي.

د کورونا وایرس د خپرېدو له وېرې یاد روغتون د ۲۰۲۰ز کال د مارچ له ۲۰ مې نېټې راهېسې یاده څانګه تړلې وه.

د روغتون انتظامیه وايي، په لومړي قدم کې به د پېښور ناروغان کولای شي د هغوی او پي ډي څانګې ته مراجع وکړي، خو پر دې مهال به د کورونا وایرس نه د بچ کېدو ټولې سپارښتنې په پام کې نیول کېږي.

د پېښور لېډي ريډينګ روغتون يوه برخه
د پېښور لېډي ريډينګ روغتون يوه برخه

د لیډي ریډنګ روغتون ویاند محمد عاصم د اګست پر اتمه مشال راډیو ته وویل، د اوس لپاره ځکه یواځې د پېښور ناروغان په او پي ډي څانګه کې قبلوي چې که د نورو سیمو ناروغانو ته هم اجازه ورکړي نو ورسره لوی بیروبار جوړېدای شي چې له وجې یې د کورونا وایرس د لا نور خپرېدو وېره لیدل کېږي.

نوموړی وايي، له بندېزه وړاندې به هره ورځ د لیډي ریډنګ روغتون د بهرنیو او ورځنيو مریضانو د کتنې څانګې ( او پي ډي ) ته تر ۶۰۰۰ پورې ناروغان ورتلل او د هر ناروغ سره دوه یا درې خپلوان هم وي نو د دومره لوی بیروبار خطره اوس هغوی نه شي اخېستی.

د کورونا وایرس له وجې د لیډي ریډنګ روغتون طبي عمله هم ځپل شوې وه او د یوې شمېرې تر مخې له ۱۰۰ زیات ډاکټران او نور کارکوونکي هم پکې شامل وو.

د خیبر پښتونخوا صوبې په اکثرو سیمو کې د د بهرنیو او ورځنيو مریضانو د کتنې ( او پي ډي ) څانګې څه باندې یو میاشت وړاندې پرانېستل شوې وې خو د پېښور په لیډي ریډنګ روغتون، حیات شهید ټیچنګ روغتون او حیات اباد میډیکل کمپلېکس کې لا تر اوسه یادې څانګې نه دي پرانېستل شوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG