د لاسرسي ځای

تازه خبر

د منظور پښتين پرضد مقدمې غيراييني دي: پي ټي ايم


د لورالايي جلسې ته ګڼ خلک ورغلي ول
د لورالايي جلسې ته ګڼ خلک ورغلي ول

لورالايي او کراچۍ - پښتون ژغورنی غورځنګ (پي ټي اېم) وايي، پر منظور پښتين جوړي مقدمې غير اييني او غيرقانوني دي. غورځنګ همداراز پر حکومت غږ کړی چې د محمد ابراهيم ارمان لوڼي او د نقيب الله مسود کورنيو سره دې انصاف وکړي.

دا څرګندونې د غورځنګ مشرانو د فبرورۍ پر نهمه د بلوچستان په لورالايي او د سېند په کراچۍ کې جلسو ته په ويناګانو کې کړې دي.

د لورالايي جلسه

په لورالايي کې د غورځنګ سلګونه پلويان سټيډیيم ته ورغونډ شوي ول.

په بلوچستان کې د پي ټي اېم مشر نصيب الله ناصر د فبرورۍ پر نهمه مشال راډيو ته وويل چې جلسې ته ثنا اعجاز، وړانګې لوڼۍ، ډاکټر سيد عالم مسود او نورو مشرانو تقريرونه وکړل.

هغوی په خپلو ويناوو کې د غورځنګ د مشر منظور پښتين د نيولو "غندنه" وکړه او ویې ويل چې د نوموړي پرضد "مقدمې غيراييني" دي.

د جلسې ګډونوالو په يوه خوله دا خبره وکړه چې د منظور پښتين ګرفتاري غيرقانونی او غيراييني ده.
صفدر مهتروال

د غورځنګ پلويانو له حکومته د ارمان لوڼي په مقدمه کې د انصاف غوښتنه هم وکړه.

د لورالايي جلسې ته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ځايي مشر صفدر مهتروال هم وينا وکړه. نوموړي وروسته مشال راډيو ته وويل، د پښتنو د حقونو لپاره به سوله یيزه مبارزه روانه وي:

"د جلسې ګډونوالو په يوه خوله دا خبره وکړه چې د منظور پښتين ګرفتاري غيرقانونی او غيراييني ده. له [حکومت] سره هېڅ جواز نشته او کوښښ کوي چې د غورځنګ مخه ونيسي. ټولو پښتنو پريکړه کړې چې په سختو حالاتو کې به هم يوځای وي."

تر دې وړاندې په بلوچستان کې د پي ټي اېم مشر نصيب الله ناصر مشال راډیو ته ویلي وو چې ځايي چارواکو ورته د جلسې کولو لپاره د نه اعتراض سند ورکړی وو خو پر هغې سربېره یې ورسره تېری وکړ، د جلسې له ځایه یې کرسۍ یوړې او له مېلمنو سره یې ښه چلند ونکړ.

د هغه په خبره، د جلسې د مخنیوي لپاره چارواکو لارې تړلې او په میدان کې یې اوبه ورپرېښې وې.

خو د لورالايي ډپټي کمېشنر اسد کاکړ مشال راډيو وويل، پښتون ژغورنې غورځنګ ته یې په دې شرط د يو ځای کېدو اجازه ورکړې وه چې هغوی به لاريونونه نه کوي خو هغوی د شرط سرغړونه وکړه.

د کراچۍ جلسه

بلخوا په کراچۍ ښار کې هم غورځنګ جلسه وکړه.

په کراچۍ کې د پي ټي اېم مشر مشر نور الله ترين د فبرورۍ پر نهمه جلسې ته په وينا کې وويل، حکومت ته په کار دي چې د ارمان لوڼي او نقيب الله مسود کورنیو ته انصاف ورکړي.

هغه وړاندې وویل: "د ارمان لوڼی لپاره ټول پښتون قام راپاڅېدلی وو. تر درو مياشتو پوري خو مقدمه نه چلېده. بيا د ډيرو مشکلاتو او احتجاج نه وروسته اېف ايي ار کټ شو. خو تراوسه پورې نه څوک عدالت ته وړاندې کړل شوي دي او نه هم چا ته هتکړۍ لګول شوي دي. "

د کراچۍ جلسې ته د پيپلز پارټۍ شهيد بوټو ګوند مشرې غنوا بوټو هم وينا وکړه او ويې ويل چې رياست بايد ټولو قومونو سره يو شان رويه وساتي:

"تر څو چې حکومت مو ترلاسه کړی نه وي، تر څو چې مو اختياراتو ته لاس رسی نه وي، تر هغې پورې نه تاسو ته او نه هم ما ته انصاف ملاوېږي. د مظلومانو بوج ورځ تر بلې زیاتيږي."

ارمان لوڼی د ۲۰۱۹ کال د فبرورۍ په دويمه په لورالای کې تر یوې مظاهرې لږ وروسته، د غورځنګ په وينا د پوليسو په تشدد کې وژل شوی وو.

خو پوليس دا نه مني او وايي پر هغه د زړه حمله راغلې وه.

منظور پښتين د جنورۍ په ۲۷مه په پېښور کې پوليسو د رياست خلاف د سازش او کرکې خورولو په تور نيولی وو. خو نوموړی پر ځان لګېدلي تورونه ردوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG