د لاسرسي ځای

تازه خبر

لورالايي: د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسې مخنيوی شوی


په پېښور کې د ارمان لوڼي د لومړي تلين په مناسبت غونډه کې محسن داوړ ښکاري

د بلوچستان چارواکو د فبرورۍ پر نهمه د پښتون ژغورنې غورځنګ د هغې جلسې مخه نيولې چې د دې غورځنګ د يو مشر ارمان لوڼي د تلين په ياد او منظور پښتين د خوشي کولو لپاره یې کوله.

د غورځنګ يو ځايي مشر، مصطفی کمال د فبرورۍ پر نهمه مشال راډيو ته وويل، که څه هم د هغوی ګڼ کسان نيول شوي خو جلسه به بیا هم کوي.

هغه زياته کړه: "په نيمه شپه یې زموږ پر کورونو چاپې ووهلې. زما ورور یې هم نيولی دی. د جلسې په ځای یې اوبه راپرېښې دي او چوکۍ يې وړې دي. دوی موږ جلسې ته نه پريږدي خو موږ به یې خامخا کوو. که یې بيا هم پرېنښودلو نو ښار ته راووځو او ټول سړکونه بندوو."

ارمان لوڼی د ۲۰۱۹ کال د فبرورۍ په دويمه په لورالايي کې تر یوې مظاهرې لږ وروسته، په مبیینه ډول د پوليسو له خوا په وهلو وژل شوی وو. پوليس دا نه مني او وايي پر هغه د زړه حمله راغلې وه. د لورالايي ډپټي کمشنر اسد کاکړ د فبرورۍ پر نهمه مشال راډيو ته تاييد کړه چې د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسه یې له کېدو منع کړې ده. هغه وويل، په دې شرط يې د دې غورځنګ غړو ته د يو ځای کېدو اجازت ورکړی وو چې هغوی به لاريونونه نه کوي خو دوی وکړ.

هغه زياته کړه: "دوی ته موږ اجازه نه وه ورکړې چې رېلې دې وکړي. دوی له دې لوظه سرغړونه کړې ده نو ځکه ترې موږ اجازت نامه واپس اخيستې ده."

د فبرورۍ پر اتمه، پښتون ژغورنې غورځنګ يو مشر او د قامي اسمبلۍ غړي، محسن داوړ په يو ويډيويي پېغام کې ويلي چې د دې جلسې مقصد د دوی د یو مشر ارمان لوڼي تلين لمانځل او د غورځنګ د قاید منظور پښتين د خوشي کولو لپاره اواز پورته کول دي.

پښتين د جنورۍ په ۲۷مه په پېښور کې پوليسو د رياست خلاف د سازش او کرکې خورولو په تور نيولی دی. د فبرورۍ په اتمه يو عدالت په دوو مقدمو کې د هغه ضمانت منظور کړی خو د دروو مقدمو اورېدونه يې پاتې ده.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG