د لاسرسي ځای

تازه خبر

لورلايي کې د پي ټي اېم پلوي سردار ګل مرجان شهریت ځنډول شوی


 سردار ګل مرجان کبزی
سردار ګل مرجان کبزی

پراګ - د بلوچستان په لورالايي (بوري) کې یوه قبایلي مشر او د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړي ویلي چې د ښار انتظامي مشر یې د شهریت کاغذونه ځنډولي دي.

سردار ګل مرجان د فبرورۍ ۱۳مې پر ماخوستن مشال راډیو ته وویل چې ډېپټي کمېشنر د فبرورۍ پر ۱۲مه په اردو ورځپاڼه جنګ کې د یوه اشتهار په خپرولو ورباندې د ملي امنیت او امنیتي ادارو ضد څرګندونو کولو تور پورې کړی او د وسلو اجازتنامې یې هم ورته منسوخ کړې دي.

په لورلايي کې پي ټي اېم د ارمان لوڼي لومړی تلین ولمانځلی. ۲۰۲۰. ۰۹ فبروري
په لورلايي کې پي ټي اېم د ارمان لوڼي لومړی تلین ولمانځلی. ۲۰۲۰. ۰۹ فبروري

دی پر ځان له لګېدلو تورونو انکار کوي او وايي، تر هغو چې عدالت مجرم نه وي بللی، د انتظامي چارواکو دا ډول اقدامات ناسم دي:

"یو وار چې پر ما جرم ثابت شي نو بیا به نادرا زما [شهریت منسوخوي]، زه چې د دې ملک د ایین او قانون خلاف ولاړ شم بیا به زما شهریت ځنډوي."

ګل مرجان وايي، انتظامي چارواکي ورسره "ظلم" کړی دی.

د نوموړي وکیل صادق خان علیزی وايي، ګل مرجان تېره اوونۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ ځینو مشرانو او ملاتړو ته مېلمستیا کړې وه چې ورباندې شپې مهال پولیسو چاپه واچوله او د هغوی نیولو هڅه یې وکړه خو ده ورته د خپلو مېلمنو له سپارلو انکار وکړ نو هغوی یې پر ضد د یو شمېر دفعو پرچه دایره کړه چې د بلوچستان های کورټ غیر اییني بللې: "د جسټس حمید بلوڅ په عدالت کې پېشي وشوه او هغه دا ټولې [دفعې] معطلې کړې د هغې باوجود ډېپټي کمېشنر د اردو ژبې په جنګ ورځپاڼه کې" د ګل مرجان د شهریت اسنادو معطلولو "اشتهار چاپ کړی دی."

زه چې د دې ملک د ایین او قانون خلاف ولاړ شم بیا به زما شهریت ځنډوي.
سردار ګل مرجان

د ده په خبره، د لورالايي چارواکو د ګل مرجان د وسلو اجازتنامې هم ځنډولې دي.

په دې اړه مو د بلوچستان د کورنیو چارو له وزیر ضیا الله لانګو سره رابطه وکړه خو ورسره په خبرو و نه توانېدو.

د نوموړي مرستیال البته مشال راډیو ته وویل چې د لورالايي انتظامي مشر به هرومرو د ګل مرجان د شهریت معطلولو دلیل لري. موږ د ښار له ډېپټي کمېشنر اسد کاکړ سره هم په خبرو بریالي نشو.

د ګل مرجان وکیل علیزی زیاتوي چې د فبرورۍ پر ۱۸مه به های کورټ د نوموړي د مقدمې بله اورېدنه کوي.

د ګل مرجان پر ضد اقدام پر داسې مهال شوی چې د فبرورۍ اتمې شپې مهال او د نهمې پر سهار انتظامیې او امنیتي چارواکو په لورالايي کې د پښتون ژغورنې غورځنګ تر جلسې مخکې یو شمېر فعالان ونیول چې پکې یې ځینې خوشې کړل.

تر جلسې وروسته هم په بلوچستان کې د غورځنګ د یو شمیر مشرانو پر ضد مقدمې درج شوې او ځینې یې ګرفتاره شول.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG