د قطر او ترکیې یو ګډ پلاوی د افغانستان د پينځو هوایي ډګرونو د تخنیکي کنټرول او مدیریت په اړه له طالبانو سره خبرې کوي.
د طالبانو د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت وایي چې د دواړو هېوادونو پلاوی د ډېسېمبر ۲۳مه کابل ته رسېدلی دی.
د وزارت ویاند امام الدین احمدي پر پنجشنبه (زیارت) مشال راډیو ته وويل، هیلې شته چې دا خبرې پایله ورکړي او دواړه لوري هوکړې ته سره ورسېږي. "دغه پلاوی به زموږ د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت له تخنیکي ټیم سره خبرې کوي. دا خبرې به د هوايي ډګرونو، هوایي حریم، د الوتکو د ناستو کنټرول او د یو شمېر نورو تخنیکي مسایلو د قراردادونو په اړه وي، هیله شته چې مثبتې نتیجې ته به سره ورسېږو."
تر دې وړاندې د ترکیې دولتي اژانس انادولو راپور ورکړی وو چې د دوی او قطر ګډ پلاوی د هوایي ډګرونو په اړه له یوې وړاندیز شوې طرحې سره کابل ته ځي.
په افغانستان کې د اګست په نیمايي کې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د کابل، هرات، کندهار، خوست او مزار شریف د هوایي ډګرونو فعالیتونه ټکني شوي او له افغانستان سره نړیوالې سوداګریزې الوتنې هم پخواني حالت ته نه دي راغلي.
د اګست تر پای پورې د امریکا په مشرۍ یوشمېر غربي هېوادونو د کابل هوايي ډګر په کارولو له افغانستانه لسګونه زره بهرنیان او افغانان وایستل او تر هغې وروسته هغه هوايي ډګر د تخنیکي کارکوونکو او د هوايي چلند د نظام نه شتون له وجې غیرفعاله شو چې څو ورځې پس د قطري او ترکیو انجینرانو په مرسته په لنډمهالي ډول فعال شو.
اوسمهال د کابل له هوايي ډګره نړیوال پروازونه کېږي خو د پخوا په څېر نه دي. همداراز، د هېواد نور لوی هوايي ډګرونه هم د پخوا په څېر فعال نه دي.