قبايلي سيمې په بیړه په پښتونخوا نه دي ورګډې شوې: اقبال ظفر جګړا
د مشال مرکه کې مو د خيبر پښتونخوا پخوانی ګورنر اقبال ظفر جګړا مېلمه دی. په خپرونه کې له نوموړي سره د قبايلي ضلعو په صوبه کې د شاملولو پر موضوع خبرې شوې دي. جګړا وايي، په پښتونخوا یې د قبايلي ضلعو د ورګډولو لپاره ډېر کار کړي وو. نوموړی د مسلم ليګ (ن) ګوند مخکښ سیاستوال دی او له ۱۹۷۰ز لسيزې راهيسې سیاسي هلې ځلې کوي. جګړا د پخواني پوځي واکمن پروېز مشرف د حکومت پر مهال د اپوزیشن ګوندونو د یوه اېتلاف (الاینس فار رېسټورېشن اف ډېماکرسي یا اې ار ډي) عمومي سېکرټر هم وو. د نوموړي د ژوند او کار په اړه خبرې په خپرونه کې واورئ.
برخې
-
دسمبر 18, 2025اقبال مومند: ۲۷م اییني ترمیم دولتي ادارې زیانمنوي
-
دسمبر 11, 2025خالد سلطان: د پاکستان او افغانستان ناندرۍ ولسونه ځپي
-
دسمبر 04, 2025اکبر خان: د لږکیو لپاره د ملي کمېشن جوړېدل ښه پرمختګ دی
-
فبروري 09, 2025بې له خاورې د سبزیو کښت څومره بریالی دی؟
-
جنوري 26, 2025د کورمې وضعیت زده کوونکي څنګه اغېزمن کړي؟