د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان حکومت سل طالبان له بنده ازاد کړل


افغان حکومت وايي تر اوسه یې ۱،۰۰۰ طالب بندیان خوشې کړي
افغان حکومت وايي تر اوسه یې ۱،۰۰۰ طالب بندیان خوشې کړي

د افغانستان ملي امنيت شورا د ولسي وګړو وژنو مخنيوي برخې مشر انتظار خادم وايي، چې له باګرامه خوشي شوي دا کسان له هغو ۲۰۰۰ طالبانو څخه دي چې ولسمشر يې په یکشنبه د خوشېکولو حکم کړی وو.

نن د مې په ۲۵مه له مشال راډيو سره په خبرو کې خادم وويل، هره هفته به ۵۰۰ طالبان پرېږدي. د مې په ۲۴مه افغان ولسمشر فرمان ورکړ چې د سولې ښه نیت په ښودلو به ۲۰۰۰ نور طالبان خوشې کړي.

د خادم په وینا تر دې مخکې افغان حکومت ۱۰۰۰ او طالبانو ۲۴۵ بنديان خوشې کړې دي. د قيديانو دا تبادله د امريکا او طالبانو ترمنځ د فېبرورۍ په ۲۹مه شوې لوظنامې برخه ده چې پکې ويل شوي د بېن الافغاني خبرو پېل ته د لارې برابرولو لپاره به افغان حکومت ۵۰۰۰ او طالبان ۱۰۰۰ بنديان خوشې کوي.

ولسمشر غني نن د مې په ۲۵مه پر ټويټر ليکلي چې د امريکا بهرنيو چارو وزیر پومپيو ورسره بېګا په ټيليفوني خبرو کې د ۲۰۰۰ بنديانو پرېښول وستايل.

د بيان ترمخه پامپيو ده او د ملي پخلاینې شورا مشر، ډاکټر عبدالله سره خبرو کې وويل چې امريکا به د تشدد کمولو او د بېن الافغاني خبرو په کولو ټينګار وکړي. طالبانو او افغان حکومت د مې له ۲۴مې څخه د مې تر ۲۶مې پورې اوربند اعلان کړی دی.

اخوا طالبانو د ولسمشر د بیان هرکلی کړی دی.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهېل شاهین د مې ۲۴مې پر ماخوستن پر ټوېټر په یوه بیان کې ویلي چې له امریکا سره یې په موافقه کې د ۵،۰۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو "غوښتنه" د "اعتماد فضا" جوړولو لپاره وه چې په پایله کې یې د بین الافغاني خبرو د پیلېدو ویل شوي ول.

د فبرورۍ پر ۲۹مه په لاسلیک شوې موافقه کې دا هم راغلي ول چې طالبان به د افغان حکومت نیولي ۱،۰۰۰ کسان خوشې کوي او د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره د مارچ ۱۰مې نېټه ټاکل شوې وه خو دا کار د دواړو لوریو ترمنځ د بندیانو خوشې کولو پر موضوع د اختلاف له وجې ونشو.

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، حکومت تر اوسه ۱،۰۰۰ طالب بندیان خوشې کړي او طالبانو هم ویلي چې څه باندې ۲۵۰ کسان یې خوشې کړي دي.

مې ۲۴مې پر سهار د اختر تر لمانځه وروسته په وینا کې ولسمشر اشرف غني د طالب بندیانو د خوشې کولو بهیر د چټکېدو په اړه ویلي ول.

پامپېو هیله لري چې طالبان به خوشې کېدونکي زندانیان جګړې ته ورګرځېدو ته پرېنږدي
پامپېو هیله لري چې طالبان به خوشې کېدونکي زندانیان جګړې ته ورګرځېدو ته پرېنږدي

د مې پر ۲۳مه طالبانو او افغان حکومت د کوچني اختر په درو ورځو کې اوربند اعلان کړ.

امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپېو، په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت، د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) او پاکستان د اوربند د اعلان هرکلی کړی دی.

د پامپېو بیان

پامپېو د مې ۲۴مې پر مازیګر په یوه بیان کې هیله ښوولې چې د افغانستان د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله او ولسمشر غني به له دې "موقعې ګټه" واخلي او د بندیانو له ازادولو څخه به د "ځنډېدلیو بین الافغاني خبرو پر وړاندې پاتې خنډونه" هم لیرې کړي.

بیان وايي، امریکا همداراز "تمه لري" چې طالبان به هم "پر خپله ژمنه ولاړ پاتې شي" او خوشې شوي زندانیان به "د جګړې ډګر ته ګرځېدو ته پرېنږدي."

پامپېو زیاته کړې چې له افغان حکومت او طالبانو هیله لري چې تر اختر وروسته به "تاوتریخوالی نه زیاتوي."

تر نوموړي مخکې د یکشنبې (اتوار) پر سهار د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې عایشې فاروقي پر ټوېټر په بیان کې د افغان حکومت او طالبانو د اوربند هرکلی وکړ.

افغان ولسمشر اشرف غني د اختر په وینا کې وویل، حکومت یې پلاوی ټاکلی او چمتو دی چې ژر له طالبانو سره خبرې پیل کړي.

دا پرمختګونه تر هغې وروسته کېږي چې په روژه کې په افغانستان کې یو شمېر بریدونه وشول چې په غبرګون کې یې ولسمشر ملي امنیتي ځواکونو ته د وسله والو ضد د عملیاتو پیلولو امر وکړ.

د مې پر ۱۲مه په کابل کې پر روغتون او په ننګرهار کې پر جنازه په بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه کسان ووژل او ژوبل شول.

د ننګرهار د برید ذمه واري اسلامي دولت ډلې منلې وه. طالبانو په دواړو حملو کې له لاس لرلو انکار کړی وو. تر دې مخکې په ۲۰۱۸ز کال کې هم د کوچني اختر په مناسبت طالبانو او افغان حکومت درې ورځنی اوربند اعلان کړی وو.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG