د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیراعظم عمران خان د روسیې په سفر دی


عمران خان پر داسې مهال روسیې ته تللی چې د فبرورۍ پر ۲۴مه مسکو پر اوکراین توغندي وورول - انځور له ارشیفه
عمران خان پر داسې مهال روسیې ته تللی چې د فبرورۍ پر ۲۴مه مسکو پر اوکراین توغندي وورول - انځور له ارشیفه

د پاکستان وزیراعظم عمران خان پر داسې مهال د روسیې په دوه ورځني سفر دی چې مسکو پر اوکراین حمله کړې ده.

د وزیراعظم له دفتره پر ټوېټر په بیان کې ویل شوي چې عمران خان چې د فبرورۍ پر ۲۳مه مسکو ته ورسېد نو د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر اېګور مارګولوف ورته هرکلی ووایه.

ټاکل شوې چې وزیراعظم عمران خان له روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ویني. تمه ده چې دواړه مشران په پاکستان کې د ګیس پر هغه پروژه چې، د پاکستان سټریم ګیس پایپلاین په نوم پېژندل کېږي، د کار پر پيل او د دواړو هېوادونو ترمینځ پر اقتصادي اړیکو خبرې وکړي.

تر دې وړاندې، روانه اوونۍ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پر خپله ووبپاڼه لیکلي ول چې وزیراعظم عمران خان به له روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د افغانستان او د سیمې پر امنیت هم خبرې کوي.

عمران خان په داسې حال کې روسيې ته تللی چې د اوکراين پر سر د امريکا په ګډون له لویديځو هېوادونو سره د مسکو اړيکې ترينګلي شوي دي او د فبرورۍ ۲۴مې پر سهار روسیې پر اوکراین حمله وکړه او د هغه هېواد د پلازمېنې په ګډون یې پر لږ تر لږه اووه ښارونو توغندي وورول.

تر دې مخکې امريکا او غربي هېوادونو ویره څرګنده کړې وه چې روسیه ښایي پر اوکراین حمله وکړي خو مسکو په بیا بیا ویلي ول چې پر خپل ګاونډي هېواد د یرغل نیت نه لري.

د غربي هیوادونو اندېښنې په داسې حال کې زیاتې شوې چې مسکو د اوکراين له پولې سره نېږدې په سرحدي سيمو کې لسګونه زره پوځیان ځای پر ځای کړل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG