د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عالمګیر وزیر ضمانت و نه شو


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

پراګ ـ د پنجاب یو عدالت د مدني فعال عالمګیر وزیر د ضمانت درخواست رد کړی دی.

نوموړی له وزیرستانه د قامي اسمبلۍ د غړي علي وزیر وراره دی او د نومبر پر ۳۰مه له پنجاب پوهنتونه نامعلومه کسانو پورته کړی وو.

خو وروسته معلومه شوه چې هغه امنیتي کسانو پورته کړی او پولیسو وویل، عالمګیر وزیر د پوهنتون د زده کونکیو د جلسې پر مهال د ریاست خلاف خبرې کړي نو ځکه یې نیولی دی. د هغه پر ضد د غدارۍ مقدمه درج شوې ده.

د هغه مدافع وکیل سهیل رامیش د ډېسېمبر پر اوومه مشال رېډيو ته وویل، عالمګیر وزیر دا مهال د ۱۴ ورځو په عدالتي ریمانډ دی او وړوکي عدالت د هغه د غدارۍ د مقدمې له اورېدو انکار کړی دی.

"پولیس د یو تن له نیولو وروسته، له مجسټریټه پوښتنه کوي چې آیا دا ملزم په جسماني ریمانډ وساتو چې ترې پوښتنې وشي او کنه؟ مجسټریټ عالمګیر وزیر ته عدالتي ریمانډ ورکړی او جیل ته یې استولی. نو مطلب اوس موږ د هغه د ضمانت لپاره درخواست جمع کولای شو. موږ د عالمګیر لپاره په وړوکي عدالت کې د ضمانت درخواست ورکړ خو هغوی وویل چې د غدارۍ دا تور موږ نشو اورېدلی، په ستر عدالت کې د ضمانت درخواست ورکړئ. د عالمګیر د عدالتي ریمانډ اوریدنه به د ډېسېمبر پر ۱۶مه وي خو حکومتي څارنوالان هڅه کوي چې عالمګیر بیرته تاڼې ته ولیږل شي چې نورې پلټنې ترې وشي."

د عالمګیر وزیر تر څنګ د مردان د عبدالولي خان پوهنتون د وژل شوي زده کونکي مشال خان پر پلار محمد اقبال هم د غدارۍ مقدمه درج شوې ده.

په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان استازی علي وزیر وايي، عالمګیر وزیر او نورو زده کونکو د اییني غوښتنو لپاره غږ پورته کړی وو خو حکومت یې پر ضد د غدارۍ مقدمه درج کړه.

بلخوا له لاهوره د پاکستان تحریک انصاف ګوند او د قامي اسمبلۍ د کورنیو چارو د قایمه کمیټۍ غړي سردار طالب حسن مشال راډيو ته ویلي چې د ځوانانو ستونزې هوارول د موجوده حکومت په لومړیتوبونو کې ده خو پر عالمګیر پولیسو مقدمه درج کړې نو په دې لړ کې څه بیان نشې ورکولای.

"موږ ټول د ځوانانو لپاره کار کول غواړو ځکه چې دا ځوانان به په راتلونکي کې د پاکستان مشران وي. په پاکستان کې باید هرڅوک د بیان د ازادۍ حق ولري. چیرته چې جمهوریت وي او هلته د بیان ازادي نه وي نو بیا به جمهوریت څنګه پرمخ ځي؟ عالمګیر څه ویلي او پولیسو ولي ګرفتاره کړ؟ پر دې زه څه نشمه ویلي."

د پنجاب د لرې پرتو سیمو د پرمختیا وزیر او د پاکستان تحریک انصاف ګوند غړي میا محمود رشید د ډېسېمبر پر دویمه مشال راډیو ته ویلي وو، د پنجاب پوهنتون د زده کونکو جایزې غوښتنې مني خو که هغوی د ریاست خلاف خبرې کوي نو بیا به یې پر ضد اقدامات هم کوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG