د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان تر ډېره حده د سولې پر موافقې عمل کوي: اېسپر


مارک اېسپر د سېنېټ غونډې پر مهال
مارک اېسپر د سېنېټ غونډې پر مهال

واشنګټن - د امریکا د دفاع وزیر مارک اېسپر ویلي له طالبانو سره د سولې موافقه "متفواتې لومړنۍ پایلې" لري خو ټینګار یې کړی چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتېدو باوجود وسله وال طالبان تر ډېره حده پر موافقې عمل کوي.

اېسپر او د امریکا د ټولو ځواکونو مشر جنرال مارک مېلې د مارچ پر څلورمه د سېنېټ یوې ډلې ته له طالبانو سره تر موافقې وروسته د افغانستان پر حالاتو معلومات ورکړل.

اېسپر په وینا کې وویل چې طالبان پر امریکا او اېتلافي ځواکونو د بریدونو په نه کولو د موافقې درناوی کوي خو "د تاوتریخوالي د کم ساتلو په برخه کې یې نه کوي."

اېسپر زیاته کړه چې موافقې ته د طالبانو ژمن پاتې کېدل یو "چیلېنج" دی ځکه چې په هغه ډله کې ځینې "سختدریځ او ځینې یې نرم فکر لرونکي" کسان دي.

اېسپر دا څرګندونې تر هغې وروسته وکړې چې د چارشنبې پر ورځ په افغانستان کې امریکايي ځواکونو پر طالبانو د "دفاعي هوايي برید" خبر ورکړ.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو یو ویاند سوني لېګېټ پر ټوېټر په بیان کې لیکلي: "د مارچ پر څلورمه، امریکا د هېلمند په نهر سراج کې پر هغو وسله والو طالبانو بمباري کړې" چې د افغان ملي امنیتي ځواکونو پر "پوسته یې برید وکړ."

دا بمباري تر هغې ساعتونه وروسته شوې چې وسله والو طالبانو د افغانستان په مختلفو سیمو کې د بېلا بېلو بریدونو پر مهال لږ تر لږه ۲۰ افغان امنیتي سرتېري ووژل.

تر دې مخکې د مارچ پر درېیمه، امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره ټېلېفوني خبرې "ډېرې ښې" بللې وې.

امریکا او طالب استازو د فبرورۍ پر ۲۹مه د سولې موافقه لاسلیک کړه چې ورسره سم به د طالبانو د بېلا بېلو امنیتي ژمنو او له افغان حکومت سره د سولې د خبرو په بدل کې، د ۱۴ میاشتو په موده کې بهرني سرتېري له افغانستانه ووځي.

طالبانو تر اوسه له افغان حکومت سره له مستقیمو خبرو انکار کړی.

XS
SM
MD
LG