د لاسرسي ځای

تازه خبر

شیخ رشید وايي پر تورخم وره د تګ راتګ او سوداګرۍ اسانتیاوې برابروي


د پاکستان د کورنېو چارو وزير شیخ رشيد احمد وايي، هېواد یې له افغانستان سره سوداګري پراخوي - انځور له ارشيفه
د پاکستان د کورنېو چارو وزير شیخ رشيد احمد وايي، هېواد یې له افغانستان سره سوداګري پراخوي - انځور له ارشيفه

د پاکستان د کورنېو چارو وزير شیخ رشید احمد ويلي دي چې پر تورخم دروازه تګ راتګ او د سوداګرۍ زياتولو لپاره انتظامات کوي او هلته د کارکوونکو شمېر هم لوړوي.

شیخ رشيد احمد د سېپټېمبر پر پينځمه د تورخم د سفر پرمهال خبريالانو ته وويل چې د طالبانو له خوا د کابل تر نيولو وروسته د افغانستان د ګاونډيو او نورو هېوادونو په سياست کې لوی بدلون راتلونکی دی. د ده په خبره پاکستان غواړي چې له افغانستان سره خپل تجارت زيات کړي نو ځکه هم د تورخم بندر د پراخوالي پلان لري.

ده وویل، "د پولې پورې غاړې د امنیت ذمه واري اوس د طالبانو ده. که ترهګر فعاليتونه کوي نو د پاکستان پوځ به يې مخه نيسي. ځينې ترهګرې ډلې به پر پاکستان فشار اچوي خو زموږ پوځ او ولس د ۸۰،۰۰۰ کسانو قرباني ورکړې ده نو دا قام او پوځ به ترهګرو ته ماتې ورکوي."

طالبان د اګست پر ۱۵مه نېټه کابل ته ننوتل چې ورسره هممهاله ولسمشر اشرف غني هېواد پرېښود او متحده عرب اماراتو ته ولاړ.

شیخ رشید وویل، "موږ به خپله خاوره د افغانستان پرضد استعمالېدو ته نه پرېږدو او طالبانو هم ژمنه کړې چې خپله خاوره به زموږ پرضد کارېدو ته نه پرېږدي."

په عین وخت کې د عوامي نېشنل ګوند د خیبر پښتونخوا صوبې مشر اېمل ولي خان په افغانستان کی پر حالاتو د اندېښنو څرګندونه کړې.

نوموړي د سېپټېمبر پر پینځمه مشال رېډيو ته وويل چې د طالبانو بیا راتګ یو حقیقت دی خو په سیمه کې د ناامنۍ مخنيوي لپاره دې سیمه ييز او نړيوال قوتونه خپل کردار ولوبوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG