د لاسرسي ځای

تازه خبر

سېنېټران: وزیراعظم دې د دوو سلاکارانو استعفا سپیناوی وکړي


تانیې ادروس او ظفر مرزا دواړو د جولای پر ۲۹مه استعفا ورکړه
تانیې ادروس او ظفر مرزا دواړو د جولای پر ۲۹مه استعفا ورکړه

د پاکستان په سېنېټ‌ کې ځينو سياستوالو له حکومته پوښتنه کړې چې د وزیراعظم عمران خان د دوو سلاکارانو د استعفا وضاحت وکړي.

د وزیراعظم د ټېکنالوژۍ چارو سلاکارې، تانيې ادروس او روغتيايي خدماتو مشير ډاکټر ظفر مرزا د دندو ختمېدو په اړه د مسلم لېګ (ن)‌ سېنېټر مشاهدالله خان وويل که له دې خلکو د درغليوو له وجې استعفا غوښتل شوي وي نو حکومت بايد په دې اړه خاموشي ماته کړي.

نوموړي د جولای په ۳۰مه په سېنېټ‌ کې د تقریر پر مهال زیاته کړه: "له دوو ورځو راهیسې د ظفر مرزا خبره کېږي. هغه بله ښځه هم ده - تانيه ادروس! خپله د حکومتي وزیرانو له خوا دا ګونګوسې خپرېږي چې دوی د درغليوو له وجې ليرې شوي دي. نو چې داسې ده دوی بايد له پاکستانه بهر پرېنښودل شي. داسې خو نه کېږي چې د يو بل ملک سړی راشي او دلته درغلي وکړي ‌او بيا ځي. د دوی خلاف مقدمه وچلوئ. يو څه خو بايد وشي."

تانیه ادروس او ډاکټر ظفر مرزا د جولای په ۲۹مه پر داسې مهال استعفا ورکړې چې په پاکستان کې په وروستيوو کې د وزيراعظم د ځينو سلاکارانو غبرګ شهريت په اړه بحثونه تاوده ول.

ګونګوسې خپرېږي چې دوی د درغليوو له وجې ليرې شوي دي. نو چې داسې ده دوی بايد له پاکستانه بهر پرېنښودل شي.
مشاهد الله خان

د کاناډا او پاکستان شهريت لرونکې، ادروس پر ټوېټر ليکلي چې د غبرګ شهريت په اړه نيوکو د دې پر کار خرابه اغېز کړی نو ځکه دنده پرېږدي.

پر هم هغې ورځ ډاکټر ظفر مرزا چې غبرګ شهريت نه لري، پر ټوېټر وليکل چې پر سلاکارانو د تنقید له وجې استعفا ورکوي.

د بحري امورو وزیر علي زيدي د جولای پر ۲۹مه له شخصي ټېلېوېژن سما نیوز سره په خبرو کې ويلي چې په وروستيوو کې د مرزا له خوا د ځينو دوايانو د اخیستو په اړه په کابینه کې تنقیدي بحث شوی وو.

د هغه په وینا وزیراعظم د مرزا او ادروس له کاره خوشاله نه وو نو ځکه یې ښايي ترې استعفا غوښتې وي.

د تحريک انصاف حکومت اتحادي، متحده قومي مومنټ ګوند يو سېنېټر او د بهر مېشتو پاکستانيانو د کمېټې مشر، عتيق شېخ د جولای په ۳۰مه په سينټ‌کې پر دې استعفاوو د خفګان ښودو تر څنګ وويل: "د غبرګو شهريتونو لرونکي پاکستانيان پر دې مسله خوشاله نه دي. دوی په تشويش کې دي. يو داسې تاثر ورکول کېږي چې څوک غبرګ شهرت لر‌ي نو نه خوښول کېږي او د هغوی پر ذمې کارونه سم نه کېږي. تانيې استعفا له دې وجې نه ده ورکړې چې غبرګ شهريت لري بلکې له دې کبله وه چې هغې خپل اختيارات په سمه توګه نه دې کارولې."

د پاکستان کابينې ډويژن د جولای پر ۱۸مه د خپرو کړو معلوماتو ترمخه، د وزيراعظم ۱۹ سلاکاران غيرمنتخب دي.

په دوی کې ۵ غبرګ شهريت لري او له دوو سره په امريکا کې د اوسېدو او کار دایمي اسناد يعني ګرين کارډونه دي.

تانيې استعفا له دې وجې نه ده ورکړې چې غبرګ شهريت لري.
علي زیدي

د کابينې په غونډه کې د دوی په ناسته، د واکمن تحريک انصاف ځيني مشران غړي هم نه ول خوشاله.

د ساینس او ټېکنالوژۍ چارو وفاقي وزیر فواد چودري د جون په ۲۲مه له امريکا غږ (اردو) سره په مرکه کې ويلي ول چې د ګوند دننه د موجودو اختلافاتو او د وزیراعظم ګېرچاپېره د منتخبو خلکو پر ځای د سلاکارانو شتون، د حکومت کارکردګي خرابه کړې نو ځکه حکومت له ولس سره د کړو وعدو په پوره کولو کې پاتې راغلی دی.

مستعفي سلاکاره تانيه ادروس د تحريک انصاف يو مشر غړي او د وزیراعظم عمران خان پخواني ملګري جهانګیر ترین وروستې وه.

نوموړی دا مهال په ګوند کې دننه د اختلافاتو له وجې ډېر فعاله نه دی او په لندن کې اوسي.

شنونکی محمود جان بابر فکر کوي چې د جهانګیر ترين مخالفين چې دا مهال له وزیراعظم سره نېږدې پاتې دي، د هغه ملګري له کابینې ليرې کوي.

هغه د جولای په ۳۰مه مشال راډيو ته وويل: "لومړۍ خبره خو دا چې دې حکومت ته هېڅ ضرورت نه وو چې د قابلو پاکستانيانو په موجوديت کې له نورې نړۍ خلک راولي. بيا بله خبره دا ده چې راوستل یې نو ولې يو سلاکار ته د وزیر هومره واک ورکړ چې د کابینې په حساسو غونډو کې هم کښېني او نورې کیسې هم وکړي. دا خبره هم ضرور ده چې دا دوه مشیران د تحريک انصاف دننه د مشرانو غړو د اختلافاتو قرباني شوي دي."

حکومت د ډاکټر ظفر مرزا او تانيې ادروس د استعفا خبره مهمه او د ډېر بحث وړ نه بولي.

د جولای په ۲۹ د اطلاعاتو وفاقي وزیر شبلي فراز رسنيوو ته په مختصرو خبرو کې وويل چې په جمهوري حکومتونو کې استعفاوې د معمول خبره ده نو ځکه بايد رسنۍ له دې موضوع لويه مسله جوړه نه کړي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG