د لاسرسي ځای

تازه خبر

د وزیراعظم عمران خان دوو سلاکارانو استعفا وکړه


پخوانی تصویر: عمران خان
پخوانی تصویر: عمران خان

د جولای په ۲۹مه د پاکستان وزیراعظم عمران خان دوو سلاکارانو له خپلو دندو استعفا وکړه. دغه دوه کسان تانیه ايدروس او ډاکټر ظفر مرزا دي چې د دوو هېوادونو د تابعيت يا شهريت درلوده له امله یې دندې پرېښې دي.

لومړی د ډيجيټل پاکستان ادارې مشرې او په دې برخه کې د وزیراعظم سلاکارې، تانيه آيدروس استعفا ورکړه. هغې پر خپل ټويټر ليکلي چې د هغې د دوهم شهريت په اړه نيوکو د دې له خوا په ادره کېدونکې ډيجيټل پاکستان سيوری کاوه نو ځکه نوره دا دنده پريږدي.

د آيدرویس تر استعفا لږ وروسته، د روغتيايي‌چارو لپاره د وزیراعظم عمران خان سلاکار، ډاکټر ظفر مرزا هم د جولای په ۲۹مه په خپله ټویټر پاڼه وليکل چې نور په دې دنده نه پاتېږي. هغه زیاته کړې چې پر سلاکارانو د تنقید له وجې استعفا ورکوي.

د پاکستان کابينې ډويژن د جولای پر ۱۸مه د وزيراعظم د۲۰ مرستيالانو او سلاکارانو د شتمنیو او غبرګو شهريتونو په اړه تفصيلات خپاره کړي وو. د دې معلوماتو ترمخه په کابينه کې شامل ۱۹ سلاکاران غيرمنتخب دي او په دې کې ۵ غبرګ شهريت لري او دوه يې په امريکا کې د اوسېدو او د کار دایمي اسناد يعني ګرين کارډونه لري.

د سلاکارانو د غبرګ شهريت او د دوی په ډېر واک درلودو د پاکستان تحريک انصاف ګوند ځيني مشران غړي هم نه وو خوشاله. د ساینس وزیر فواد چوهدري د جون په ۲۲مه امريکا غږ اردو سره په مرکه کې ويلي وو چې د ګوند دننه د موجودو سختو اختلافاتو او د وزیراعظم ګيرچاپېره د منختبو خلکو پر ځای د سلاکارانو شتون، د حکومت کارکردګي خرابه کړې. هغه زیاته کړه چې وه چې له همدې وجې د تحريک انصاف حکومت ناکامه شوی دی.

پر دې سربيره په پارليمان کې د تحريک انصاف دوو نورو غړو او د پنجاب سياستوالو راجا رياض او خواجه شیراز محمود هم ورته خبرې کړې دي.‌ دوی د جيو ټيليويژن سره په مرکې کې ويلي چې وزیراعظم عمران خان له ځانه سياسي خلک ليري کړي‌او ټيکنوکراتان یې ملګري کړي دي نو ځکه ناکامه دی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG