د لاسرسي ځای

تازه خبر

زېمبابوې د ۲۰ اووریز کرکټ نړیوال جام سیالۍ کې پاکستان ته ماتې ورکړه


د زېمبابوې لوبغاړي د اکتوبر پر ۲۷مه د پاکستاني لوبغاړي حیدر علي تر سوځولو وروسته خوشالي کوي.
د زېمبابوې لوبغاړي د اکتوبر پر ۲۷مه د پاکستاني لوبغاړي حیدر علي تر سوځولو وروسته خوشالي کوي.

د کرکټ د ۲۰ اووریز نړیوال جام په سیالیو کې د زېمبابوې لوبډلې پاکستان، هند نیدرلینډز (هالینډ) او جنوبي افریقا بنګلادېش ته ماتې ورکړې ده.

د اکتوبر پر ۲۷مه په پرت ښار کې په درېیمه سیالۍ کې د زېمبابوې لوبډلې په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۰ منډې جوړې کړې. په ځواب کې د پاکستان لوبډلې په ۲۰ اوورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۹ منډې وکړې او په دې توګه زېمبابوې سیالي په یوه منډه وګټله.

تر دې مخکې د نړیوال جام دویمه سیالي د سېډني په لوبغالي کې وشوه چې پکې لومړی بیټنګ هندۍ لوبډلې وکړ او د دوو لوبغاړو په سوځېدو یې ۱۷۹ منډې جوړې کړې. په ځواب کې د نېدرلینډز لوبډلې په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۳ منډې جوړې کړای شوې.

د اکتوبر پر ۲۸مه لومړۍ سیالي په سېډني کې د جنوبي افریقا او بنګلادېش ترمینځ وشوه. جنوبي افریقا په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې د پینځو لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۵ منډې وکړې خو بنګلادېشۍ لوبډله په ۱۷م اوور کې په ۱۰۱ منډو وسوځېده.

تر دې یوه ورځ مخکې په مېلبرن کې ایرلینډ، انګلستان (انګلینډ) ته ماتې ورکړه خو د افغانستان او نیو زیلینډ ترمینځ لوبه د باران له وجې لغوه شوه.

ټاکل شوې چې د اکتوبر پر ۲۸مه د کوربه اسټرالیا او انګلستان او د افغانستان او ایرلینډ لوبډلې یو بل ته مخامخې شي.

په اسټرالیا کې د ۲۰ اووریزه کرکټ نړیوال جام سیالۍ د اکتوبر له ۱۶مې راهیسې روانې دي او ټاکل شوې چې پایلوبه یې د نومبر پر ۱۳مه وشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG