د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ۲۰ اووریز کرکټ نړیوال جام سیالیو کې ایرلینډ انګلستان ته ماتې ورکړه


د ایرلینډ لوبغاړي د اکتوبر پر ۲۶مه سیالۍ تر ګټلو وروسته خوشالي کوي.
د ایرلینډ لوبغاړي د اکتوبر پر ۲۶مه سیالۍ تر ګټلو وروسته خوشالي کوي.

د کرکټ د ۲۰ اووریز نړیوال جام په سیالیو کې ایرلینډ، انګلستان (انګلینډ) ته ماتې ورکړه خو د افغانستان او نیو زیلینډ ترمینځ لوبه د باران له وجې لغوه شوه.

د اکتوبر پر ۲۶مه په مېلبرن کې په لومړۍ سیالۍ کې ایرلینډ په ۲۰م اوور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۷ منډې جوړې کړې. په ځواب کې انګلستان تر ۱۵م اوور پورې د پینځو لوبغاړو په سوځېدو ۱۰۵ منډې کړې وې خو د باران له وجې لوبه وځنډېده.

وروسته د سیالۍ منتظمینو او څارونکو د ډکورت-لیوس-سټرن یا ډي اېل اېس په طریقه فیصله وکړه چې ورسره سم، ایرلینډ سیالي په پینځه منډو وګټله.

د باران له وجې د نیو زیلینډ او افغانستان سیالي مسلسل د ځنډ ښکار وه او بیا پرېکړه وشوه چې سیالي لغوه شي او دواړو لوبډلو یو، یو شمېره یا پواینټ ترلاسه کړ.

ټاکل شوې چې د اکتوبر پر ۲۷مه د بنګلادېش او جنوبي افریقا، د هند او نېدرلینډز (هالینډ) او د پاکستان او زېمبابوې لوبډلې یو بل ته مخامخې شي.

په اسټرالیا کې د ۲۰ اووریزه کرکټ نړیوال جام سیالۍ د اکتوبر له ۱۶مې راهیسې روانې دي او ټاکل شوې چې پایلوبه یې د نومبر پر ۱۳مه وشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG