د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان پروان کې دوو چاودنو پینځه تنه وژلي،۲۰ ژوبل


ارشیف، پروان کې د یوې چاودنې په سیمه کې راټول شوي پولیس
ارشیف، پروان کې د یوې چاودنې په سیمه کې راټول شوي پولیس

د افغانستان په پروان کې ځايي چارواکي وايي، په دوو چاودنو کې لږ تر لږه پینځه تنه وژل شوي او شاوخوا ۲۰ ټپیان دي.

لومړنۍ چاودنه د مې پر ۱۰مه تر غرمې مخکې د شیخ علي ولسوالۍ د اوسېدونکو د سپرلۍ پر کوسټر موټر شوې چې درې تنه پکې وژل شوي او یوه مور او زوی د چاودنې له وجې سیند ته پرېوتي دي.

د مشال راډیو خبریال د چارواکو په حواله وایي، سیند څپانده دی او تر اوسه د مور او ماشوم مړي هم نه‌ دي پيدا شوي.

پر کوسټر دې چاودنې ۱۱ تنه ټپیان کړي هم دي. د سپرلۍ دا موټر له چارېکاره غوربند درې ته پر لاره وو چې د سیند یوه پله ته په رسېدو پر ښخ شوي ماین وخوت.

د پروان د امنیه قوماندانۍ د جنایي جرمونو په وړاندې د مبارزې مشر محمد صادق هاشمي وایي، کله چې خلک د لومړنۍ چاودنې ځای ته نېږدې شول، بله چاودنه شوې چې نهه تنه‌ یې ټپي کړي دي.

تر اوسه د دغو ماین چاودنو انګېزه نه‌ده معلومه او ذمه واري هم چا نه ده منلې.

دا په داسې حال کې ده چې په زابل کې تېره شپه (د مې پر نهمه) د سپرلۍ پر ۴۰۴ موټر دوه غبرګې چاودنې وشوې چې لږ تر لږه ۱۱ تنه‌ یې ووژل او ۲۵ نور یې ټپیان کړل.

بل پلو د افغانستان د غور ولایت چارواکي وایي، یوه پولیس خپل څلور همکاران ویشتلي دي.

دا پېښه د مې پر نهمه شپې مهال د فېروزکوه ښار شمال ته په تیلک کاسي امنیتي پوسته کې شوې.

د غور د والي ویاند زلمي کریمي مشال راډیو ته ویلي چې پولیس سرتېري د پهرې پر مهال پر خپلو ملګرو باندې ډزې کړي او تښتېدلی دی.

کریمي برید کوونکی د طالبانو نفوذي کس یادوي، خو طالبانو په دې اړه څه نه ‌دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG