د لاسرسي ځای

تازه خبر

محسن داوړ او علي وزیر د تورخم پر لار کابل ته تللي


محسن داوړ د مشال راډیو له خبریال سره خبرې کوي
محسن داوړ د مشال راډیو له خبریال سره خبرې کوي

جلال اباد - په داسې حال کې چې د مارچ پر نهمه افغان ولسمشر محمد اشرف غني د دویم ځل لپاره د ولسمشرۍ لوړه وکړه، مراسمو ته یې ته د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه تنه مخکښان او د پاکستان د پارلېمان غړي، محسن داوړ او علي وزیر هم بلل شوي. دوی د مارچ پر نهمه د تورخم له لارې ننګرهار ته ورسېدل او هلته تر سرکاري او ولسي استقبال وروسته کابل ته تللي.

مشال راډیو په جلال اباد کې له محسن داوړ سره مرکه کړې او ورڅخه یې پوښتلي چې د هوايي ډګر پر ځای د تورخم له لارې ولې افغانستان ته ورغلی؟

محسن داوړ: موږ [د مارچ پر اتمه] هم کوښښ کړی وو چې د اسلام اباد له لوري کابل ته ولاړ شو، خو هلته هغوی ویل چې تاسو باندې د سفرونو بندیزونه دي، موږ يې منع کړو. موږ واپس لاړو، خو بیا د شپې د وزیراعظم د دفاعي چارو مشاور په میډيا بیان جاري کړو چې پکې ویل شوي ول چې موږ دوی ته د يو ځل لپاره د تګ اجازت ورکوو. ځکه چې پر ټولنیزه ميډيا باندې ولسي فشار زیات شو او په اسلام اباد کې افغان سفیر هم د پاکستان حکومت سره رابطې کولې، نو تر هغې وروسته بیا دوی نوټیفیکیشن وکړ چې دوی د یو ځل لپاره تللی شي. بیا کابل ته پروازونه نه ول، نو موږ د تورخم له لارې راغلو.

مشال راډيو: نن سهار چې تاسو په تورخم راغلئ او جلال اباد ته راورسېدلئ، دلته ستاسو استقبال وشو، څومره خوښي څرګندوئ؟​

محسن داوړ: موږ وختي هم دا خبره وکړه چې دا خوښي زه په ټکو کې نه شم بیانولی. ډېر زیات خوشاله یم.

مشال راډيو: اوسمهال په پښتونخوا کې ستاسو پر وړاندې څومره چیلېنجونه دي او تاسو به د هغې څنګه مقابله وکړای شئ؟

محسن داوړ: چیلېنجونه خو پښتنو ته په لر او بر ټول افغان وطن کې دي. موږ همېش دا خبره کړې ده چې دا به ټول په یو ځای سمېږي. داسې نه شي کېدای چې هلته سم شي او دلته کیسه خرابه وي. چې دلته سمه شي نو هلته به ورسره ضرور سمېږي. موږ خو لګيا یو، کلي په کلي، کوڅه په کوڅه ګرځو، چې په دې ځوانانو کې، په راتلونکي نسل کې او په قوم کې بیداری پیدا کړو چې خپل ښه او بد وپېژني او د راتلونکي وخت لپاره چې دلته څومره مشکلات دي، د هغې لپاره منصوبې جوړې کړي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG