د لاسرسي ځای

تازه خبر

علي وزیر او محسن داوړ کابل ته له تګه وګرځول شول


د ارشیف انځور

د پاکستاني پارلمان غړي علي وزیر او محسن داوړ وايي چې هغوی کابل ته له تلو ګرځول شوي دي.

علي وزیر د مارچ پر اتمه، مشال راډیو ته وویل چې هغوی د افغان حکومت په بلنه د ولسمشر اشرف غني د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره کابل ته تلل خو حکومت اجازه ورنکړه.

"موږ د اسلام اباد هوايي میدان ته لاړو، غوښتل مو کابل ته په الوتکه کې لاړ شو خو راته وویل شول چې ستاسو نومونه د هغو کسانو په لېسټ کې دي چې د هیواده د باندې د تګ اجازه نه لري."

بل پلو محسن داوړ مشال راډيو ته وویل، یواځې هغوی کابل ته نه تلل، نور پښتانه مشران چې د بېلا بېلو ګوندونو سره تعلق لري هم په دې سفر کې د هغوی سره مله وو خو یواځې د هغه او د علي وزیر مخه ونیول شوه.

هغه زیاته کړه:

"زه بس دومره ویلی شم چې دا بس زور دی، فی الحال د هغوی سره اختیار دی نو چې څنګه یې خوښه وي، هغسې کوي."

نوموړی وايي، هېڅ قسمه سپیناوی ورته نه دی شوی چې ولې کابل ته له تګه ستانه کړل شوي. د نوموړي په وینا یواځې دومره ورته وویل شول چې کوم پوځي افسر د هوايي ډګر چارواکو ته ویلي چې علي او محسن کابل ته مه پرېږدئ.

د پاکستان د وزیراعظم د اطلاعاتي چارو سلاکارې فردوس عاشق اعوان پر ټوېټر په بیان کې لیکلي، د وزیر او داوړ نومونه د "ممنوع الخروج کسانو په نوملړ" کې دي او "افغانستان ته تګ ته یې اجازه نه وه غوښتې" نو ځکه له هوايي ډګره یې پرواز ته نه دي پریښي.

نوموړې زیاته کړې چې دا چارې له کورنیو چارو وزارت سره دي او که وزیر او داوړ "غوښتنلیک ورکړي، نو له قانون سره سم" به ورباندې فکر وکړي.

ټاکل شوې چې ولسمشر اشرف غني د مارچ پر نهمه د دویم ځل لپاره د ولسمشرۍ لوړه وکړي. هلته عبدالله عبدالله هم په ورته وخت اعلان کړی چې د مارچ پر نهمه به د ولسمشر په حیث لوړه کوي.

دواړو مشرانو د لوړې مراسمو ته خلک بللي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG