د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا ډاکټرانو کاربندیز ختم کړ


د ډاکټرانو د هړتال له وجې ولسي خلک له ستونزو سره مخ ول.
د ډاکټرانو د هړتال له وجې ولسي خلک له ستونزو سره مخ ول.

پېښور ـ د خیبر پښتونخوا د صحت څانګې کارکوونکو خپل کاربنديز پای ته ورسولو او د نومبر له ۱۱مې نېټې نه یې یو وارې بیا خپل کار پیل کړ.

هغوی د خپلو غوښتنو د منلو لپاره څه باندې یوې نیمې میاشتې پورې هړتال وکړ.

ډاکټران ‏وايي، د هغوی مشرتابه د وزیراعلا محمود خان په مشرۍ له حکومتي ډلې سره تر کامیابو مذاکراتو وروسته دا ګام پورته کړی دی.

د خېبر پښتونخوا د ډاکټرانو ټولنه وايي حکومتي مذاکراتي ډلې یې غوښتنو ته غاړه ایښې ده.

د ډاکټرانو د اتحادیې ویاند ډاکټر یاسر د نومبر پر ۱۰مه مشال ریډیو ته وویل، حکومت به نوی قانون د دوه میاشتو لپاره نه عملي کوي او شکایتونه به یې ختموي.

"کوم ډاکټران چې د هړتال له وجې اغېزمن شوي، وهل شوي یا نورو سیمو ته تبدیل شوي، حکومت به یې ازاله کوي."

نوموړی وايي، ډاکټران او حکومت دې پرېکړې ته رسېدلي چې په روغتیايي چارو کې به اصلاحات د ډاکټرانو سره په سلا مشوره ترسره کېږي.

ډاکټران له تېرو ۴۷ ورځو راهسې د خېبر پښتونخوا حکومت له لوري د روغتیایي ادارو لپاره د جوړ کړي یو نوي قانون پر ضد په احتجاج ول.

په خیبر پښتونخوا صوبه کې ډاکټرانو لومړی له دې کبله مظاهرې پېل کړې وي چې دوی نه غواړي د ډوميسايل په بنياد يې دندې بدلې شي. وروسته دوی خپل احتجاج هغه وخت نور پسې اوږد کړ چې د صحت صوبايي وزير هشام انعام الله په مبيينه ډول پر يو مشر ډاکټر تشدد وکړ.

د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزی تر دې وړاندې ویلي وو، اصلاحات ډېر اړین دي، تر څو چې راغلي نه وي، په هسپتالونو کې خلکو ته سهولتونه نشي ورکول کېدی.

کار پوهان وايي، د ډاکټرانو د هړتال پر مهال په ټوله صوبه کې ولسي خلک د سختو مشکلاتو سره مخ وو. دوی تمه څرګندوي چې دا مسله به اوس هواره شوې وي او عام ولس به وکولای شي چې په سرکاري روغتونونو کې له طبي سهولتونو ګټه پورته کړي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG