د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر پښتونخوا کې د پولیو دوه نوي کیسونه مخې ته راغلي


په پاکستان کې د تېر کال پرتله سږ کال د پولیو زیات کیسونه مخې ته راغلي دي.

پېښور ـ د خېبر پښتونخوا چارواکي وايي، په بنو او لکي مروت کې په دوو نورو ماشومانو کې د پوليو وايرس مخې ته راغلی دی.

له دغو دوو نورو کیسونو د مخې ته راتلو نه پس په خیبر پښتونخوا صوبه کې د پولیو د مثبتو کیسونو شمېره ۶۶ ته پورته شوې ده.

د حفاظتي ټيکو او څاڅکو ورکولو د صوبايي ادارې مشر ډاکتر سيلم خان د نومبر پر ۲۳مه مشال راډيو ته وويل چې په راتلونکې مياشت کې د پوليو ناروغۍ ضد کمپاين پيلوي او د پروپيګنډې له وجې دې کمپاين ته نقصان رسېدلی دی.

پاکستان د پولیو رنځ د ختمېدو هڅه کوي خو بریالی نه دی.
پاکستان د پولیو رنځ د ختمېدو هڅه کوي خو بریالی نه دی.

چارواکي د دې معذورونکي وايرس د خورېدو وجه په خلکو کې د عامه پوهاوي نه موجوديت ښايي.

په ځينو ځايونو کې خلکو د ګوزڼ ناروغۍ ویکسينو کمپاينونه نه وو پرېښي او ويلي يې وو چې لومړی دې ورته حکومت ځيني بنيادي کارونه لکه د بجلۍ برابرول او سړکونو جوړول وکړي. چارواکي وايي ويکسين د داسې کارونو سره تړل غلطه خبره ده.

د سرکاري شميرو ترمخه په ۲۰۱۸ کال کې په پاکستان کې د پوليو د ناروغانو شمير ۱۲ وو خو سږ کال تراوسه په ټول هېواد کې د پوليو ۸۸ کيسونه مخې ته راغلي چې د ۶۶ ناروغانو تعلق له خيبر پښتونخوا سره دی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG