د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا رستورانونو مالکان تر اختر وروسته احتجاج کوي


د پېښور په یوه رستوران کې پخوونکي سلاته جوړه کړې
د پېښور په یوه رستوران کې پخوونکي سلاته جوړه کړې

په خیبر پښتونخوا کې د رستورانونو مالکان وايي، پر احتجاجونو سربېره ورته حکومت د کاروبار بیا پرانیستو اجازه ورنکړه نو ځکه یې تر لوی اختر وروسته د مظاهرو پرېکړه کړې.

د مارچ په نیمايي کې د پاکستان حکومت د کورونا وایرس وبا مخنیوي په موخه ټولبند اعلان کړ او په مې کې یې په پړاوونو کې محدودیتونه نرم کړل، خو د نورو کاروبارونو پرتله رستورانونه او چایخانې د پخوا په څېر د کار اجازه نه لري.

خلک یوازې د رستورانونو په وره کې ډوډۍ یا چای اخیستای شي او کور ته یې هم ورغوښتای شي. د رستورانونو او چایخانو دننه پر ناستې او هلته پر خوراک، څښاک بندیز دی.

حکومت وايي، د رستورانونو پرانیستو یا نه پرانیستو په اړه پرېکړه راتلونکې اوونۍ کوي.

په پېښور کې د شیراز رونق رستوران یو مشر عثمان اپرېدی وايي، ټولبند او محدودیتونو ورته د کروړونو روپیو تاوان رسولی دی او نور ورسره کارکوونکو ته د تنخا ورکولو وس هم نه لري.

اپرېدي د جولای پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل چې د کورونا وایرس خپرېدو مخنیوي لپاره پر حکومتي لارښوونو عمل ته تیار دی خو حکومت دې ورته د پخوا په څېر د رستورانونو پرانیستو اجازه ورکړي.

د ده په خبره، چې کورونو ته ډوډۍ استوي نو هغه وخت هم پوره احتیاطونه عملي کوي.

دی وايي، "دوه یا درې ځلې" یې "احتجاج وکړ خو نتیجه یې ورنکړه."

په مردان کې د تورو رستوران یو مشر فدا محمد هم وايي چې لاکونه روپۍ تاوان یې کړی او ګڼ کارکوونکي یې له دندو ګوښه کړي:

"اوس له موږ سره درې کسان کار کوي. پخوا به اته [خدمتګاران] او شپږ یا اووه استادان (پخوونکي) ول."

فدا محمد وايي، هغه کسان چې "کار نه کوي" نو "تنخا" ولې ورکړي.

عثمان اپرېدی او فدا محمد وايي، همدا لامل دی چې تر لوی اختر وروسته یې د احتجاج پرېکړه کړې خو نېټه به یې وروسته اعلانوي.

تر دې مخکې د جولای پر ۱۸مه هم د خیبر پښتونخوا کاروباریانو په اسلام اباد کې احتجاج وکړ.

په سوات کې د زېبا رستوران مالک جاوېد حسین وايي، حکومت ورته د جولای په لومړۍ اوونۍ کې د رستورانونو بیا پرانیستو وینا کړې وه خو خپله ژمنه یې پوره نه کړه.

حکومتي دریځ

د خیبر پښتونخوا حکومت وايي، په صوبه کې د کورونا وایرس خپرېدو خطر لا هم موجود دی.

د کار او مزدورۍ چارو وزیر شوکت یوسفزي د جولای پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل، د رستورانونو د بیا پرانیستو یا نه پرانیستو پرېکړه به د اعلا وزیر په مشرۍ د چارواکو په غونډه کې کېږي.

دی وايي، دا غونډه راتلونکې اوونۍ کېدونکې ده.

حکومت د رستورانونو ترڅنګ د ودونو تالارونه او ټولې تعلیمي ادارې هم تړلې دي او د خلکو پر غونډو یې هم بندیز لګولی دی.

د جولای تر ۲۰مې په پاکستان کې د کورونا وایرس د مثبتو پېښو شمېر ۲۶۵،۰۸۳ ته لوړ شوی.

د حکومتي ووبپاڼې له وینا سره سم، په خیبر پښتونخوا کې تر اوسه د کووېډ-۱۹ ناروغانو شمېر ۳۲،۰۸۶ دی چې ورڅخه یې ۱،۱۴۲ کسان مړه شوي خو ۲۵،۰۰۶ له ناروغۍ جوړ شوي دي.

په پاکستان کې ټول ۵،۵۹۹ کسان ناروغۍ وژلي او ۲۰۵،۹۲۹ ورڅخه رغېدلي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG