د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا حکومتي افسرانو د تنخاګانو نه زیاتېدو ضد لاریون کړی


په مې میاشت کې د خیبر پښتونخوا د پوهنتونونو استادانو او کارکوونکو هم د تنخاګانو زیاتولو لپاره مظاهرې کړې وې - د ارشیف انځور.
په مې میاشت کې د خیبر پښتونخوا د پوهنتونونو استادانو او کارکوونکو هم د تنخاګانو زیاتولو لپاره مظاهرې کړې وې - د ارشیف انځور.

د خیبر پښتونخوا د حکومتي ریاستونو افسرانو د تنخاګانو نه زیاتېدو په غبرګون کې تر کاربندیز وروسته احتجاجي لاریون کړی دی.

د ۱۷ او ۱۸ ګرېډ افسرانو د جولای پر ۱۲مه په دفترونو کې کاربندیز پیل کړ او د جولای پر ۱۴مه یې د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ پر لوري لاریون وکړ.

د خیبر پښتونخوا د ابادۍ او خیر ښېګړې د چارو ادارې یوه افسر محمد عقیل بابر مشال راډیو ته وویل، حکومت د سېکرېټرېت د ملازمانو تنخاګانې او مراعات زیات کړي دي نو د ریاستونو د افسرانو تنخاګانې دې هم زیاتې کړي. "پرون (د جولای ۱۳مه) موږ په سېکرېټرېت کې دننه د خزانې صوبايي وزیر تیمور سلیم جګړا د دفتر په لوري لاریون کړی وو نو موږ باندې پولیسو اوښکې بهوونکی ګېس کارولی وو او [وهلي] یې وو. دا ډېره د افسوس خبره ده. موږ خپل پر امن احتجاج کاوه، دوی د سېکرېټرېټ ملازمانو تنخاګانې زیاتې کړې دي او د ډایرېکټرېټ (ریاستونو) ملازمان زیات کار کوي" نو په کار ده چې حکومت له ۱۷ ګرېډ او تر دې له پورته رتبو ټولو افسرانو "سره یو ډول سلوک وکړي."

یو بل سرکاري افسر سفیان حقاني مشال راډیو ته وویل چې که په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې یې غوښتنې ونه منل شوي نو احتجاج به نور وغځوي.

د خیبر پښتونخوا د مالي چارو وزیر تیمور سلیم جګړا او د صوبې اعلا وزیر محمود خان تر دې دمه د احتجاجي کوونکو سرکاري افسرانو د غوښتنو منلو یا نه منلو په اړه څه نه د ي ویلي.

خو جګړا د جون پر ۱۸مه د ۲۰۲۱-۲۲ مالي کال بجټ وړاندې کولو پر وخت په وینا کې ویلي ول چې حکومت د تنخاګانو او مراعاتو پر موضوع یوه کمېټي جوړه کړې ده چې د تنخاګانو په اړه به د سرکاري کارکوونکو او افسرانو د ستونزو د هواري هڅه کوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG