د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا اسمبلي څنګه تېرو دوو کلونو کې لسګونه قوانین جوړ کړل؟


د ۲۰۱۸ز کال په جولای کې تر انتخاباتو وروسته د پاکستان تحریک انصاف ګوند په دویم ځل په خیبر پښتونخوا کې حکومت جوړ کړ. د هغه کال له اکتوبر راهیسې صوبايي اسمبلۍ ۷۰ قوانین جوړ کړي چې پکې یې ځینې ترمیمي مسودې هم شاملې دي.

د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ ووبپاڼې له وینا سره سم، په دې کې ځینې د کار په ځای کې د ښځو ځورونې، په جایداد کې د ښځو برخې، د ماشومانو خوندیتوب، د تعلیمي ادارو څار، د خاصه دارو او لیویز ځواک، سیلګرۍ، مالیې او د روغتیايي چارو اړوند قوانین د پام وړ دي.

ووبپاڼه وايي چې اسمبلۍ په شاوخوا دوو کلونو کې ۶۸ مسودې هم منظور کړې دي چې تر نورو پړاوونو تېرېدو د قانون بڼه خپلولای شي.

د خیبر پښتونخوا پرتله له ۲۰۱۸ز کال راهیسې پنجاب اسمبلۍ ټولې ۵۰ قانوني مسودې، او سیند اسمبلۍ شاوخوا ۲۰ منظور کړې دي.

د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ له خوا د زیاتو مسودو منظوري او د قوانینو جوړېدل د څه ښکارندويي کوي؟ ایا د اسمبلۍ کارکردګي د نورو صوبو پرتله ښه ده او که څنګه؟

واکمن تحریک انصاف دریځ لري چې د زیاتو مسودو منظوري او د قوانینو جوړول یې ښه کارکردګي جوتوي.

د اپوزیشن له نظر او بحثه پرته د مسودو منظوري

خو د اپوزیشن عوامي نیشنل ګوند غړی نثار احمد مومند وايي، په اسمبلۍ کې د تحریک انصاف ګوند غوڅ اکثریت دی نو له دې څخه یې په ګټې اخیستو مسودې او قوانین جوړ کړي.

مومند د جولای پر ۲۶مه مشال راډيو ته وویل چې په دې بهیر کې اکثر له اپوزیشنه نظر نه دی اخیستی.

د ده په خبره، د اسمبلۍ "اصول دا دي چې باید بېل (مسوده) یا اصلاحات یوه یا دوه ورځې مخکې وړاندې شي چې غړي یې ولولي،" په غونډه کې ورباندې بحث وشي او "بیا ورباندې رایې واچول شي."

پر ښځو د کورني تشدد مخنیوي لپاره پر قانون هېڅ خبره نه کېږي.
نګهت اورکزۍ

مومند زیاتوي چې خو اکثر داسې وشي چې د اسمبلۍ "غړي" غونډې ته ورشي نو حکومتي استازي ورته وايي چې "دا بېل دی او دا به اوس منظورېږي."

د اپوزیشن بله غړې او د پیپلز ګوند سیاستواله نګهت اورکزۍ هم ورته نظر لري او تور پورې کوي چې حکومت "خپلو ګټو" ته په کتو قوانین جوړوي او ځینې موضوعات چې خورا زیات اړین وي، ورباندې کار نه کوي.

اورکزۍ مثال ورکوي او وايي، په اسمبلۍ کې پر "ماشومانو د جنسي تېري مخنیوي لپاره کمېټي جوړه شوه. موږ پر دې موضوع کار وکړ او د ماشومانو د خوندیتوب قانون جوړ شو، نو اوس په کار ده چې حکومت یې د عملي کولو لپاره کار وکړي."

د نوموړې په خبره، همداراز، "پر ښځو د کورني تشدد مخنیوي لپاره پر قانون هېڅ خبره نه کېږي."

اورکزۍ زیاتوي چې حکومت "یوه ورځ مسوده" وړاندې کړي خو "بله ورځ ترې هېڅوک خبر نه وي" او مسوده یې منظور کړې وي.

په خیبر پښتونخوا کې د کورني تشدد مخنیوي په اړه مسوده د ۲۰۱۹ز کال په فبرورۍ کې اسمبلۍ ته وړاندې شوه خو تر اوسه نه ده منظور شوې.

د اسمبلۍ غونډې ته اکثر د اپوزیشن پېنځه یا ۱۰ غړي ورځي او په قانون جوړونه کې دلچسپي نه اخلي.
ضیا الله بنګښ

د اپوزیشن د غړو په څېر ځینې شنونکي او خبریالان هم دریځ لري چې د قوانینو په جوړولو کې "د اپوزیشن رایه له پامه غورځول کېږي" چې د ده په وینا دا د "جمهوریت بنیادي ضرورتونه نه پوره کوي."

حکومتي دریځ

خو په اسمبلۍ کې د واکمن ګوند غړی ضیا الله بنګښ دا انتقادونه نه مني.

بنګښ د جولای پر ۲۶مه مشال راډيو ته وویل، تحریک انصاف ګوند "ډېر قوانین منظور کړي" خو په وینا یې، "د اسمبلۍ غونډې ته اکثر د اپوزیشن پېنځه یا ۱۰" غړي ورځي او د قانون جوړونې په بهیر کې "دلچسپي نه اخلي."

بنګښ وايي چې "اپوزیشن په بحث کې برخه نه اخلي" نو بیا خو به مسودې د هغوی له رایې پرته منظورېږي.

دی همداراز زیاتوي چې قوانین جوړول د اسمبلۍ کار دی خو انتظامیه او د هغې بېلا بېلې ادارې یې د عملي کولو هڅې کوي.

بنګښ دا تور ردوي چې قوانین تر منظورۍ وروسته نه پلي کېږي او زیاتوي چې اعلا وزیر او وزیراعظم ورته ځانګړې لارښوونې کړې دي چې ټول قوانین وڅاري، ویې ارزوي او د "عملي" کولو بهیر یې "لا موثره کړي."

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG