د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا حکومت د عاشورې جلوسونو امنیت لپاره زرګونه پولیسان ځای پر ځای کړي


په کوټه کې اهل تشیع د عزادارۍ پر مهال - د ۲۰۲۱ز کال د اګست ۱۶مې انځور.
په کوټه کې اهل تشیع د عزادارۍ پر مهال - د ۲۰۲۱ز کال د اګست ۱۶مې انځور.

د خیبر پښتونخوا حکومت د عاشورې پر مهال د پېښور په ګډون اووه ضلعې له امنیتي پلوه حساسې ګرځولي او هلته یې پولیس سرتېري د اهل تشیع د ماتمي جلوسونو د ساتنې لپاره ځای پر ځای کړي دی.

د اګست پر ۱۸مه په پاکستان کې د محرم نهمه او پر ۱۹مه یې د عاشورې ورځ ده.

په حساسو ضلعو کې پېښور، مردان، کواټ، کورمه، بنو، لکي مروت او ډېره اسماعیل خان شامل دي.

صوبايي حکومت د اګست پر ۱۷مه په یو بیان کې ویلي چې ۳۳،۰۰۰ پولیسان یې د امنیت ټینګښت لپاره ځای پر ځای کړي دي.

د پېښور د کمېشنر د دفتر ویاند فېروز شاه د اګست پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل، د هر ډول حالاتو د کنټرول لپاره پوره چمتو دي او د پېښور په کوهاټۍ چوک کې یې یوه مرکزي پوسته هم جوړه کړې ده.

نوموړي وویل، د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره یې پر ماتم کوونکو د ماسکونو په مخ کول او د ټولنیز واټن ساتل لازمي کړي دي.

صوبايي حکومت وايي، د عاشورې د ماتمي جلوسونو پر مهال به په ۱۳ ضلعو کې موبایل ټېلېفوني شبکې تړل کېږي.

د دې ترڅنګ د اګست پر ۱۸مه او ۱۹مه د پېښور د چټک بس خدمات هم تړل شوي دي.

بل پلو د اګست پر ۱۷مه د مذهبي چارو لپاره د پاکستان د وزیراعظم سلاکار مولانا طاهر اشرفي په پېښور کې یوې خبري غونډې ته په وینا کې وویل، پر شیعه او سني عالمانو یې غږ کړی چې د امنیت په ټینګولو کې دې له حکومت سره لاس یو کړي.

د پاکستان حکومت د کراچۍ، حیدر اباد، کوټې، لاهور، راولپېنډۍ او اسلام اباد په ګډون د پنجاب، سیند او بلوچستان په یو شمېر لویو ښارونو کې هم د امنیتي اقداماتو اعلان کړی دی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG