د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خيبر پښتونخوا پوليسو له ځینو سیاستوالانو څخه امنیتي ساتونکي بېرته اخیستي


خيبر پښتونخوا پوليسو د يو شمير سياستوالانو او ځينې نورو کسانو امنېتي ساتونکي ليرې کړي - انځور له ارشیفه
خيبر پښتونخوا پوليسو د يو شمير سياستوالانو او ځينې نورو کسانو امنېتي ساتونکي ليرې کړي - انځور له ارشیفه

په خیبرپښتونخوا کې یو شمیر سیاستوالان ورڅخه د حکومتي امنیتي ساتونکو د لیرې کولو اندېښمن کړي او وايي، که ورباندې بریدونه وشول نو ذمه وار به یې حکومت وي.

دوی دا خبره تر هغې یوه ورځ وروسته مشال راډیو ته کړې چې د خیبرپښتونخوا پولیسو د جولای پر ۱۰مه په یوه بیان کې وویل چې د عوامي نېشنل ګوند امیر حیدر خان هوتي، اېمل ولي خان او میا افتخار حسین، د مسلم لیګ (ن) ګوند د خيبر پښتونخوا صوبايي مشر امیر مقام، د پاکستان پيپلز ګوند عاصمه ارباب عالمګیر او انجنیر همایون، د قامي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شېرپاو، د پاکستان تحریک انصاف ملک انور تاج او سېنېټر ایوب اپرېدي، د خیبرپښتونخوا د احتساب او د درغلیو ضد ادارو د مشرانو او د دیر نواب امیر خان په ګډون د ۲۹ بااثره (بانفوذه) کسانو ۵۸ ساتونکي به نور د هغوی د امنیت ساتلو دنده نه ترسره کوي.

د دې اقدام په ځواب کې د مسلم لیګ (ن) ګوند امیر مقام د جولای پر ۱۱مه له مشال رېډیو سره په خبرو کې تور پورې کړ چې د امنیتي ساتونکو د لیرې کولو تر شا د حکومت سیاسي انتقام دی.

نوموړي وویل، په خیبرپښتونخوا کې د ایلیټ فورس په نوم د پولیسو ځانګړی ځواک مسلکي سرتېري لري. د ده په خبره، حکومت ورته د هغه ځواک درې ساتونکي ورکړي ول چې اوس یې ورڅخه بېرته اخیستي دي. "پر ما په تېرو وختونو کې اووه حملې شوي دي او دغسې پر میا افتخار، افتاب شېرپاو صاحب او امیر حیدر هوتي هم بریدونه شوي دي. زموږ له چا سره ذاتي دښمني نشته خو د ملک خبره مو کړې ده او د هغې قیمت مو ادا کړی دی. حکومت دې ته فکر نه کوي چې د دې اقدام اثرات به څه وي."

د قامي وطن ګوند مشر افتاب احمد شېرپاو مشال راډيو ته وویل چې پولیسو له دوو امنیتي ساتونکو څخه ترې یو اخیستی او ورته یې د دې لار د لاملونو په اړه وضاحت نه دی کړی. "سبا لا که څه وشول نو ذمه وار به یې حکومت وي. په پاکستان او خيبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ پېښې زیاتېدای شي او کېدای شي چې بااثره کسان یې هدف شي. زه نه پوهېږم چې حکومت دا اقدام داسې ژر ولې وکړ."

د پولیسو دریځ

بلخوا د خیبر پښتونخوا پولیسو د جولای پر ۱۱مه پر ټوېټر ولیکل چې له سیاستوالانو او ځینو نورو کسانو څخه د حکومتي ساتونکو اخیستو اقدام یې "بې توپیره او شفاف" دی.

پولیسو زیاته کړې چې د خیبر پښتونخوا حکومت له هغو کسانو ساتونکي لیرې کوي چې د ذاتي او غیر امنیتي کارونو لپاره يې کاروي او هغه کسان چې له امنیتي ګواښونو سره مخامخ دي، ورڅخه امنیتي ساتونکي نه اخلي.

په پېښور کې خبریال شمیم شاهد وايي چې د حکومت او د مخالفه ګوندونو ترمنځ د اختلافاتو، د اپوزیشن ډلو د جلسو او د هغوی د افغانستان د حالاتو په اړه د بیانونو د مخنیوي لپاره دا اقدام شوی دی.

دی وايي، حکومت چې چا ته امنیتي ساتونکي ورکړي ول هغوی "د ترهګری خلاف غږ پورته کاوه او طالبانو یا وسله والو ډلو پرې حملې هم کړې وې. د مولانا فضل الرحمان، افتاب شېرپاو، امیر حیدر هوتي او امیر مقام په دې وروستیو کې فعالیتونه زیات شوي دي او په افغانستان کې هم حالات خراب دي چې دا سیاستوالان پرې خپه دي نو په داسې حالاتو کې ورڅخه د امنیتي ساتونکو اخیستو مقصد د دوی چوپ کول دي."

حکومتي دریځ

د خیبر پښتونخوا د کارګرانو او کلتوري چارو وزیر شوکت علي یوسفزی وايي، پولیسو د صوبې د ولس د امنیت ټینګښت په موخه له سیاستوالانو او بااثره کسانو اضافي سرتېري اخیستي دي.

دی همداراز وايي، حکومت د پولیسو په کارونو کې مداخلت نه کوي. "د پولیسو نوي مشر دا اقدام کړی دی او دا ځکه چې ډېر اضافي پوليس خلکو د خپل امنيت لپاره اخیستي او په کورونو کې یې کښېنولي دي. دلته پوره صوبه ده او د هغې امنیت کنټرول کول دي نو یوازې اضافي امنیتي ځواکونه له دوی اخیستل شوي دي. چا ته چې څومره ګواښونه دي په هغه حساب ورته امنیت ورکړل شوی دی."

د ۲۰۱۸ز کال په اپرېل کې هم د پخواني چیف جسټیس ثاقب نثار په امر په ټول هېواد کې د سیاستوالانو، خبریالانو او بیوروکراټانو په ګډون له بااثره کسانو تر ۱۳،۶۰۰ زیات امنیتي ساتونکي اخیستل شوي ول.

هغه مهال چیف جسټس ویلي ول چې په هېواد کې د پولیسو شمېره کم دی او باید پولیس د ولس امنیت وساتي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG