د لاسرسي ځای

تازه خبر

خلک دې د کووېډ-۱۹ مخنیوي لپاره په سادګۍ اختر ولمانځي: محمود خان


محمود خان وویل، زه به خپله هم دا اختر په سادګۍ لمانځم.
محمود خان وویل، زه به خپله هم دا اختر په سادګۍ لمانځم.

پېښور - د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر محمود خان پر خلکو غږ کړی دی چې د کورونا وایرس د خپرېدو مخنیوي لپاره دې په سادګۍ اختر ولمانځي.

لوی اختر د اسلامي میاشت ذوالحجې پر ۱۰مه نېټه پیلېږي چې پکې خلک څاروي قربانوي.

د نړۍ په زیاتره هېوادونو کې لوی اختر سږکال د جولای پر ۳۱مه لمانځل کېږي خو د پاکستان د مذهبي چارو وزارت وايي، په هغه هېواد کې به اختر د اګست پر لومړۍ لمانځل کېږي.

د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر محمود خان د جولای پر ۲۷مه په پېښور کې د وایرس مخنیوي لپاره د مرکزي کمانډ اېنډ اپرېشنز ادارې تر غونډې وروسته له وفاقي وزیر اسد عمر سره یو ځای خبریالانو ته وویل چې دی هم لوی اختر په سادګۍ لمانځي او د صوبايي کابینې او اسمبلۍ غړي به د ګڼې ګوڼې مخنیوي په موخه په خپلو حجرو کې نه کښېني.

محمود خان دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې په جولای کې په پاکستان کې د کورونا وایرس د رسمي مثبتو پېښو شمېر د تېرې میاشتې پرتله د ټیټېدو په حال کې دی.

اعلا وزیر وویل، خلک دې پوره احتیاط وکړي او "زه به خپله هم دا اختر په سادګۍ لمانځم."

تر نوموړي مخکې د جولای پر ۲۶مه، د مذهبي چارو وفاقي وزیر نور الحق قادري د پېښور د خبریالانو په مرکز کې د دیني عالمانو یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې هغوی دې په جوماتونو کې د احتیاطي لارښوونو عملي کول یقیني کړي.

قادري وویل، په بیړنیو حالاتو کې "شریعت او دین" اسانه لارې ښيي او د ده د وزارت کار "د حکومتي او دیني عالمانو ترمنځ رابطه مضبوطول دي چې د عالمانو خبره حکومت ته ورسي او حکومت چې د ولس د خیرښېګڼې لپاره څه کوي" عالمان ورڅخه ولس خبر کړي او د "غلط فهمیو" مخه ونیول شي.

په پاکستان کې حکومتي چارواکي او روغتیاپالان وايي، په کوچني اختر کې خلکو احتیاطي لارښوونې له پامه وغورځولې چې له وجې یې په جون کې د کورونا وایرس مثبتې پېښې خورا زیاتې شوې.

په نړۍ کې د کورونا وایرس پېښو تفصیل دلته وګورئ

د پېښور د حیات اباد میډیکل کمپلېکس ډاکتر یاسر خان وايي، تر کوچني اختر وروسته د ناروغانو شمېر دومره زیات شو چې په روغتون کې یې د هغوی د بسترولو ځای نه لاره.

همدا لامل دی چې حکومت اوس له بېلا بېلو لارو ولس ته سپارښتنې کوي چې په اختر کې ګڼه ګوڼه جوړه نه کړي، په لاس ستړي مه شي ونکړي او په غیږ یو بل ته د اختر مبارکۍ ورنکړي.

په پاکستان کې د کورونا وایرس پېښې

د کورونا وایرس په اړه د پاکستان سرکاري ووبپاڼې د جولای پر ۲۷مه وویل، په هغه هېواد کې له کووېډ-۱۹ ناروغۍ څخه د مړو شمېر ۵،۸۴۲ ته لوړ شوی دی.

د ووبپاڼې په وینا، په پاکستان کې د کورونا وایرس ټولې رسمۍ مثبتې پېښې ۲۷۴،۲۸۸ ته رسېدلې دي.

خو په عین وخت کې په پاکستان کې د کورونا وایرس له ناروغۍ څخه تر ۲۴۱،۰۰۰ زیات کسان جوړ شوي هم دي.

ووبپاڼه وايي، د جولای تر ۲۷مې په خیبر پښتونخوا کې د کورونا وایرس د مثبتو پېښو شمېر ۳۳،۳۹۷ ته رسېدلی چې ورڅخه یې ۲۷،۱۱۹ رغېدلي خو ۱،۱۷۸ کسان کووېډ-۱۹ ناروغۍ وژلي دي.

د خیبر پښتونخوا حکومت همداراز، پر ولس غږ کړی چې د اختر په ورځو کې دې د سیل ځایونو ته هم نه ځي.

حکومت وايي، د سیل او ساعت تېرۍ د ځایونو بیا پرانیستو پرېکړه تر اختر وروسته کوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG