د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت د کوټې ۲۰۰ کلنه پخوانۍ ګوردواره سیکانو ته وسپارله


سري ګوروسینګ سبا ګوردواره له ۷۳ کلونو راهیسې د حکومت په واک کې وه
سري ګوروسینګ سبا ګوردواره له ۷۳ کلونو راهیسې د حکومت په واک کې وه

د بلوچستان حکومت په کوټه کې پر مسجد روډ د "سری ګوروسېنګ سبا" په نوم ګوردواره شاوخوا ۷۳ کاله وروسته په خپل پخواني حالت بېرته سیکانو ته سپارلې ده.

د سیکانو دغه مشهوره عبادتخانه ۲۰۰ کاله زړه ده چې په ۱۹۳۵ز کال په زلزله کې ویجاړه شوې وه او بیرته ۱۹۳۶ز کال کې جوړه شوې وه.

خو د پاکستان تر جوړېدو وروسته چې کله زیاتره سیکان له کوټې هند ته ولاړل نو د هغه وررسته هلته حکومت د نجونو لپاره ښوونځي پرانېستی وو او بیا یې دغه ودانۍ د اوقاف محکمې ته ورکړې وه.

د ګوردوارې دننه منظر
د ګوردوارې دننه منظر

په صوبه کې د لږکیو لپاره د بلوچستان اعلا وزیر سلاکار دنېش کمار د جولای پر ۲۲مه وویل، په دې سیمه کې پخوا ګڼ سیکان او هندوان اوسېدل.

د ده په خبره، اوس هم د کوټې زیاتره سړکونه د سیکانو په نوم دي لکه "ګوردت سینګ سړک، نتاسینګ کوڅه."

د ده په خبره، د کوټې ښار په منځ کې دا ګوردواره پر ۱۴،۰۰۰ فوټه ځمکه جوړه شوې چې اوس یې بیه اربونه روپیو ته رسېدلې او حکومت نه یوازې دا ځمکه ساتلې بلکې ګوردواره یې هم سیکانو ته وسپارله.

سیکانو د حکومتي اقدام هرکلی کړی دی.

د جولای پر ۲۲مه عبادت ته ورغلي سنتوش کمار مشال راډیو ته وویل، دا ګوردواره د حکومت له لوري "ډالۍ" ده.

د سیکانو یو ګورو په ګوردواره کې د خپل سپېڅلي کتاب پاڼې لولي
د سیکانو یو ګورو په ګوردواره کې د خپل سپېڅلي کتاب پاڼې لولي

د ده په خبره، د عبادتځایونو د ورسپارلو او بیاپرانیستو غوښتنه یې له مودې راهیسې کوله او د دې لپاره یې په های کورټ او سپریم کورټ کې درخواستونه هم دایر کړي ول.

کمار وايي، اوس هم په کوټه کې تر ۲،۰۰۰ زیات سیکان اوسي او د بلوچستان په ډېره بګټي، اوسته محمد او ځینو پښتون مېشته سیمو کې هم د سیکان کورونه او کاروبارونه لري.

سري ګوروسینګ سبا ګوردوارې ته ورغلي بل سیک وګړي سنجې کمار پندواني مشال راډیو ته وویل چې پخوا په کوټه کې یوه ګوردواره هم نه وه او چې له بهره به مېلمانه ورتلل نو د اوسېدو لپاره یې ځای نه لاره.

د جولای پر ۲۲مه یو شمېر سیکانو په ګوردواره کې عبادت وکړ
د جولای پر ۲۲مه یو شمېر سیکانو په ګوردواره کې عبادت وکړ

په بلوچستان کې اوسمهال هم له ۱۰ څخه تر ۱۵ پورې داسې ګوردوارې شته چې پر ۱۹۴۷ز کال د پاکستان تر جوړېدو وروسته د حکومت په واک کې دي او یا خلکو نیولې دي.

د ۲۰۲۰ز کال په فبرورۍ کې صوبايي حکومت په ژوب کې ۲۰۰ کلن مندر هندوانو ته سپارلی وو.

د لږکیو د چارو لپاره د بلوچستان د اعلا وزیر سلاکار دنېش کمار وايي، صوبايي حکومت په راتلونکې کې نور عبادتځایونه هم لږکیو ته سپاري.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG