د لاسرسي ځای

تازه خبر

نومیالی سندرغاړی جلیل شبنم د درملنې لپاره د مرستې غوښتنه کوي


جلیل شبنم د مې پر ۱۲مه په ټرافیکي پېښه کې تر ژوبلېدو وروسته په کټ پروت دی - د مې ۲۴مې انځور.
جلیل شبنم د مې پر ۱۲مه په ټرافیکي پېښه کې تر ژوبلېدو وروسته په کټ پروت دی - د مې ۲۴مې انځور.

د خيبرپښتونخوا نوميالی سندرغاړی جليل شبنم په يوه ټرافيکي پېښه کې تر ژوبلېدو وروسته دا مهال په کټ پروت دی.

نوموړی د مې پر ۱۲مه په نوښار کې تر ټرافیکي پېښې وروسته په یوه ځايي روغتون کې عملیات شو.

شبنم د مې پر ۲۵مه مشال راډيو ته وويل، د درملنې لپاره کافي پيسې نه لري نو ځکه له حکومته مرسته غواړي. "په نوښار کې له يوې ټرافیکي حادثې سره مخامخ شوم. له پله لاندې پرېوتی وم، د يوې پښې او د يوه لاس هډوکي مې مات شوي دي. د نوښار په قاضي هسپتال کې مې اپرېشن وشو. په پښه کې يې راته اوسپنه لګولې ده. خبر نه يم چې له لاس سره يې راته څه کړي دي. شپږ، اته ورځې وشوې چې کور ته راغلی يم. هره ورځ ستنې رالګوي. په پينځه او اته زره روپۍ يوه، یوه ستن ده. نورې دواګانې هم دي. ما ته لا معلومه نه ده چې څومره پيسې لګېدلې دي. له حکومته مې ګيله ده، او هغه ځکه چې دوی بايد پر وخت زما پوښتنه کړې وای او زما د علاج د اخراجاتو [ورکولو] اعلان یې کړی وای."

موږ هڅه وکړه چې د نوښار د ښاروال اسحاق خټک ترڅنګ په قامي اسمبلۍ کې له نوښاره د تحريک انصاف له يوه استازي ډاکتر عمران خټک سره ټېلېفوني رابطه وکړو او د جليل شبنم له ناروغه حالت او د ده له څرګندونو يې خبر کړو، خو ورسره په خبرو و نه توانېدو.

البته د خيبرپښتونخوا په حکومت کې د کلچر اېنډ ټورېزم اتارټي په نوم د کلتوري او سیلګرۍ چارو د نوې ادارې يو چارواکي همايون خان د مې پر ۲۵مه مشال راډيو ته وويل چې د اداره یې له اړمنو هنرمندانو سره د مرستو لپاره پيسې لري. همايون خان، چې خپله هم پېژندلی سندرغاړی دی، زياته کړه چې د يوې کمېټې او د ضروري اصولو او ضوابطو تر جوړولو وروسته به دوی وکولای شي حاجتمنو هنرمندانو ته مرستې ورسوي. "حکومت اېنډاومېنټ قانون او د هغې په رڼا کې له هنرمندانو سره د مرستو لپاره يو فنډ جوړ کړی دی. يو ناروغه هنرمند کولای شي حکومت ته درخواست ورکړي. دا درخواست به يوې کمېټې ته ځي. د مرستو لپاره ځينې شرايط هم جوړ شوي. مالي مرستې به هغه يو هنرمند ته ورکول کېږي چې کلنی امدن يې له نهه لکو روپيو کم وي. بل شرط دا دی چې درخواست ورکوونکی هنرمند [باید] په خپل نوم جايداد و نه لري. د علاج لپاره ۲۰،۰۰۰ روپۍ ورکول کېدای شي. که يو هنرمند له خپل درخواست سره يوځای د هسپتال او دواګانو بلونه هم جمع کړي نو ممکنه ده چې حکومت هغه ټولې پيسې ورکړي."

خو همایون خان وايي چې اوسمهال ستونزه دا ده چې اداره یې نوې ده او تر اوسه "هغه کمېتي هم لا جوړه نه ده چې د درخواستونو جانچ پړتال کوي. دا کمېټي به څلور هنرمندان غړي ولري. نو تر هغو چې دا کمېټي جوړه نه وي، حکومت يو حاجتمند هنرمند ته پيسې نه شي ورکولی."

زامن مې بېروزګاره او زما ګټې وټې ته ناست دي. ما ته هم ډاکترانو ويلي چې تر راتلونکو درو، څلورو مياشتو پورې کار نه شم کولی.
جلیل شبنم

۵۵ کلن جليل شبنم درې زامن او يوه لور لري. دی وايي، ۴۰ کاله يې پښتنو ته سندرې وويلې او له همدې امله له هغوی تمه لري چې تر خپل وسه به د ده د درملنې په برخه کې ورسره مرسته وکړي. "زه له خلکو خيرات او زکات نه غواړم. د دې خلکو لپاره چې ما څه کړي دي، هغه دوی ته معلوم دي. زه پر خپل قام يوازې د مينې په خاطر غږ کوم. زامن مې بېروزګاره او زما ګټې وټې ته ناست دي. ما ته هم ډاکترانو ويلي چې تر راتلونکو درو، څلورو مياشتو پورې کار نه شم کولی. زموږ شتمن پښتانه، يا هغه څوک چې زما فن خوښوي، که له ما سره لږه، لږه مرسته هم وکړي نو زما به ورباندې ډېره ښېګڼه وشي."

د نوښار يو بل نومیالی سندرغاړی بختيار خټک چې جليل شبنم له نېږدې پېژني، وايي چې له نوموړي سره د سمدستي مرستو لپاره به د خپلو هنرپاله ملګرو ترڅنګ پر حکومتي چارواکو هم غږ وکړي.

د ده په خبره، شبنم د ژوند یوه لویه برخه "هنر ته ورکړې او د سندرو ولسي رنګ يې مشهور دی. خپله خواري مزدوري يې کړې او خودداره ژوند يې کړی دی. دا بېله خبره ده چې دا مهال له یوه سخت وضعیت سره مخامخ دی. د هنرمندانو لپاره حکومتي ادارې شته او موږ له تېرو څو کلونو راهيسې د هغوی لپاره د پيسو خبرې هم اورو. خو اړمنو هنرمندانو ته د مرستو رسولو لپاره له حکومت سره نظام يا پروګرام نشته. زه به ژر د جليل شبنم د ليدو لپاره د هغه کور ته ولاړ شم. چې څه مې له وسه کېږي هغه مرسته به ورسره وکړم. پر خپلو ملګرو او همداراز حکومتي چارواکو به هم غږ وکړو چې له جليل شبنم سره مرسته وکړي. هغه زموږ مشر هنرمند دی او پر موږ يې حق دی."

د خيبرپښتونخوا د هنرمندانو اتحاديو وخت په وخت د خپلو حقونو لپاره احتجاجي مظاهرې کړې دي.

د صوبې تېر حکومت، چې د تحريک انصاف پرويز خټک يې اعلا وزير و، د اړمنو هنرمندانو لپاره د مياشتنيو وظيفو يو پروګرام پيل کړی و، چې د يو کال تر چلېدو وروسته ختم شو.

صوبايي حکومت په ۲۰۲۱ز کال کې د خيبرپښتونخوا ډېزروېنګ ارټېسټس وېلفېير اېنډاومېنټ فنډ (د مستحقو هنرمندانو د ښېګڼې صندوق) په نوم يو قانون له اسمبلۍ منظور کړی دی. د همايون خان په خبره، حکومت به له هغه قانون سره سم، ژر له اړمنو هنرمندانو سره مرستې پیل کړي.

XS
SM
MD
LG