د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور هنرمندان: په بجټ کې کلتور له پامه غورځول شوی


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

پرا ګ ـ د خیبر پښتونخوا هنرمندان وايي، حکومت د نوي مالي کال لپاره په وړاندې کړل شوي بجټ کې د کلتور لپاره ډېرې کمې پیسې ځانګړې کړې دي، کومې چې هغوی ته په هېڅ حال کې د منلو وړ نه دي.

د خیبر پښتونخوا د خزانې وزیر تیمور سلیم جګړا د جون پر ۱۹مه د ۹۲۳ اربو روپو بجټ په اسمبلۍ کې وړاندې کړو.

د کلتور ډیپارټمنټ یو اعلی چارواکي د جون پر ۲۷مه، د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل، په دې بجټ کې د کلتور لپاره یو کروړ روپۍ اېښودل شوې دي.

د هنرمندانو د ټولنې ګڼو چارواکو هم مشال راډیو ته په نوي بجټ کې د کلتور لپاره د همدومره پیسو د ځانګړې کېدو پخلی وکړ.

شنونکي وايي، پاکستان د پښتنو سوچه کلتور په فلمونو او ډرامو کې نه وړاندې کوي.
شنونکي وايي، پاکستان د پښتنو سوچه کلتور په فلمونو او ډرامو کې نه وړاندې کوي.

د هنري ټولنې مشر راشدخان مشال راډیو ته وویل، د کورونا او ټولبند له وجې هنرمندان پر کور ناست دي، نو په داسې وخت کې حکومت له پکار وه چې د کلتور بجټ یې زیات کړی وای خو هغوی الټه نور هم کم کړو:

"د کلتور لپاره د یو کروړ روپو بجټ هېڅ هم نه دی. دا د فنکار د رسوایۍ بجټ دی او دا په فنکار پورې خندا ده. موږ به په دې باندې احتجاج کوو. دا د ډېر شرم خبره ده چې حکومت کلتور له پامه غورځوي."

راشد خان وايي، د ژوند نورې څانګې هم اوسني وضعیت ځپلې دي خو هنر یې تر ټولو زیات ځپلی او هنرمندان یې تر هر چا زیات اغېزمن کړي دي.

له کله نه چې پاکستان کې د کورونا له وجې ټولبند مخې ته راغلی، د خیبر پښتونخوا هنرمندان په دې نه دي توانېدلي چې د پخوا په شان کار وکړي او پیسې وګټي.

پاکستان ترکۍ ډرامه پر ملي تلویزون له اردو ډبنګ سره خپروي.
پاکستان ترکۍ ډرامه پر ملي تلویزون له اردو ډبنګ سره خپروي.

د کلتوري چارو پوه او خبریال شیرعالم شینواری وايي، هنرمندان د لاس ګټې ته ناست وي او په دې ورځو کې یې وضع هېڅ ښه نه ده:

"ارټسټان خو د یاړۍ د مزدور په شانې به له کوره ووتل او ماښام ته به یې کور ته ډوډۍ وېوړله. اوس ۹۹ په ۱۰۰ کې هنرمندان پر کور ناست دي، د لوږې په حالت کې دي او د بربادۍ سره مخ دي. هغوی د کور د کرایو او د بجلۍ د بیلونو د ورکولو جوګه نه دي پاتې او نه دا کولی شي چې بېګا ته خپلو بچو ته خواړه ویسي. نو د هغوی بد ترین صورتحال دی."

شیر عالم شینواری وايي، د ګوتو په شمېر داسې هنرمندان هم شته چې پر یوټیوب خپلې سندرې خپروي، فعالیت کوي او له دې لارې پیسې ټکې لاس ته راوړي خو د هغوی شمېر ډېر کم او د نیشت برابر دی.

په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو کې حکومت هنرمندانو ته میاشتنۍ وظیفې ورکړې وې.
په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو کې حکومت هنرمندانو ته میاشتنۍ وظیفې ورکړې وې.

د خیبر پښتونخوا د کلتور څانګې تېر کال د یوې پروژې له لارې د صوبې په ډېرو هنرمندانو تر څو میاشتو پورې د میاشتې ۳۰ زره روپۍ وېشلې وې خو اوس هغه پروژه بشپړه شوې ده.

د اړمنو هنرمندانو سره د جنرال پټرولیم په شان ځینو غیر دولتي ادارو یوه اندازه د خوراکي توکیو مرسته کړې ده خو د هغوی په وینا حکومت تر اوسه د کورونا په ورځو کې ورسره هېڅ لاس امداد نه دی کړی.

ډرامه ارټسټ ارشدحسین مشال راډیو ته وویل، کله چې حکومتونه د کلتور لپاره پیسې نه لګوي یا یې کمې لګوي نو دا ښې پایلې نه لري.:

"کلتور خو زموږ پېژندګلو ده، همدا کلتور دی چې موږ ته وايي، په دې کورونايي وخت کې د یو بل سره لاس امداد وکړئ، مینه وکړئ، کومک وکړئ او ښېګړه وکړئ. موږ چې په کلتور باندې پیسې نه لګوو، نو زموږ نوي کهول ته به موږ څه ښایو چې کلتور څه شی دی او څنګه یې باید پالنه وکړو."

شازمه حلیم وايي، که شخصي رسنۍ نه وای هنرمندان اوبو وړي وو.
شازمه حلیم وايي، که شخصي رسنۍ نه وای هنرمندان اوبو وړي وو.

په خیبر پښتونخوا کې هنرمندان یو مهال پر سرکاري تلویزون او راډیو او همدا رنګه په نشترهال د خپل هنر د نندارې وړاندې کولو لپاره غوښتل کېدل خو د فنکارانو په وینا په دې وروستیو کلونو کې هغوی یا نه غوښتل کېږي او یا هم ډېر کم کار له هغوی نه اخېستل کېږي.

شازمه حلیم یو مهال په راډیو پاکستان کې د خبرونو ویانده وه، بیا د پېښور تلویزون د ډرامو مخکښه لوبغاړې وه او ترڅنګ یې په نشتر هال کې هم د سټیج ذمه وارۍ ترسره کولې خو وايي، اوس هغه ورځې تللي، ښه ده چې پرایویټ ادارې او رسنۍ شته کنه نو د هغوی به ورځ لا نوره پسې بده وه:

"زما په شان یو څو کسان دي چې هلته دلته په شخصي تلویزونونو کې کار کوي او یا هم چا د پروډکشن وړې ادارې جوړې کړې دي نور خو خیر خیریت دی، د هنرمندانو هډو څوک تپوس نه کوي."

د خیبر پښتونخوا د کلتور څانګې یو اعلی چارواکي د نوم نه ښودلو پر شرط مشال راډیو ته دا ومنله چې د تېرو کلونو پرتله دا ځل په نوي بجټ کې د کلتور لپاره کمې پیسې اېښودل شوي دي.

همدا راپور په غږیزه بڼه دلته واورئ
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:06:19 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

خو د خیبر پښتونخوا د کلتور وزیر شوکت یوسفزي بیا مشال راډیو ته وویل، د کلتور او نورو څانګو لپاره پیسې ځکه کمې اېښودل شوي چې د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره زیاتې پیسې د روغتیا څانګې ته ځانګړې کړل شوې دي.

"دا چې کورونا وایرس راغلی دی کنه، نو دې سره خو ټولې څانګې اغېزمنې شوې دي، په نوي ترقیاتي بجټ کې د هرې شعبې نه پیسې کټ کړل شوې دي او زیاته توجه د روغتیا څانګې ته ورکړل شوې ده. خو د فنکارانو د صحت او ودې لپاره ځیني سکیمونه لرو چې زر به ورته پاملرنه وشي."

شوکت یوسفزی وايي، هغوی غواړي د نشترهال په شان هالونه د خیبر پښتونخوا په نورو مومندو، باجوړ، خیبر او سوات کې هم پرانېزي څو فنکاران د خپل هنر د ځلونې زیاتې موقعې تر لاسه کړي او په خپلو پښو ودرېږي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG