د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلېنکن: امریکا باوري کول غواړي چې مرستې یې طالبانو نه بلکې ولسي وګړو ته ګټه رسوي


بلېنکن وايي، له خپلو ملګرو هېوادونو سره کار کوي چې د افغانستان بشري ستونزې حل کړي - انځور له ارشیفه
بلېنکن وايي، له خپلو ملګرو هېوادونو سره کار کوي چې د افغانستان بشري ستونزې حل کړي - انځور له ارشیفه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان اوسنی بشري وضعیت د اندېښنې وړ بللې او وايي، په دې اړه له خپلو ملګرو هېوادونو سره له نېږدې کار کوي.

اینتني بلېنکن د ډېسېمبر پر ۲۱مه په واشنګټن کې خبري غونډې ته وویل، امریکا د افغانستان تر ټولو لوی مرستندویه هېواد دی. "موږ له دې واقعیته خبر یو چې په افغانستان کې اوس ډېر سخت بشري وضعیت دی. ښایي د ژمي له پيلېدو سره نور هم بد شي، نو زموږ د جدي پاملرنې ځای دی، له خپلو متحدانو او شریکانو سره په دې اړه له نېږدې کار کوو."

د اګست په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې له هغه هېواد سره نړیوالې مرستې ودرېدې او هلته اقتصادي او مالي بحران پیدا شو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل، یوه ډله یې جوړه کړې ده چې په تېرو ۲۰ کلونو کې په افغانستان کې ترلاسه شوې تجربې وارزوي.

اینتني بلېنکن وویل چې د افغانستان تګلارې ته یې د بیا کتنې سپارښتنه هم کړې ده.

د نوموړي په وینا، واشنګټن غواړي چې له دې پلوه ډاډ ترلاسه کړي چې د دوی مرستې طالبانو ته نه بلکې افغان وګړو ته ګټه رسوي. "موږ تازه د هغو ۲۸۰ مېلیونه ډالرو پر ازادولو سلا شو چې د افغانستان د بیارغونې لپاره وې. موږ په جدیت غواړو د افغانستان د اقتصاد لپاره نورې لارې چارې ومومو، چې له خلکو سره ډېرې پیسې وي."

نړیوال بانک د ډېسېمبر پر ۱۰مه اعلان وکړ چې مرستندویه هېوادونو تایید کړې ده چې د افغانستان د شتمنۍ ۲۸۰ مېلیونه ډالر به هغه هېواد ته واستول شي. طالبانو د نړیوال بانک د پرېکړې هرکلی وکړ.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو اداره وايي، د افغانستان لکونه ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخامخ دي - انځور له ارشیفه
د ملګرو ملتونو د ماشومانو اداره وايي، د افغانستان لکونه ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخامخ دي - انځور له ارشیفه

ملګري ملتونه اټکل کوي چې د افغانستان تر نیمایي ډېر استوګن په ژمي کې د قحطۍ له سخت خطر سره مخامخ دي. همداراز، یوشمېر بنسټونو خبرداری ورکړی دی چې کېدای شي یو مېلیون افغان ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکړي.

د فرانسې خبري اژانس وايي، امریکا له افغانستان سره د بشري مرستو یوه مسوده تیاره کړې ده.

له رپورټونو سره سم، دا مسوده د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته استول شوې چې موخه یې افغانستان ته د مرستو رسولو پروګرام تنظیمول دي. ډېپلوماټيکو اژانس ته ویلي دي چې ټاکل شوې ده د امنیت شورا ۱۵ غړي به "ډېر ژر" د پرېکړې د مسودې د تصویب لپاره رایې واچوي، خو لا یې وخت نه دی ټاکل شوی.

په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارټېن ګرېفېتس وایي، باید ژر د افغانستان لپاره بیړنۍ مرستې چمتو شي، چې د ده په وینا خلک وژغورل شي.

XS
SM
MD
LG