د لاسرسي ځای

تازه خبر

تربت کې برید د فرنټیر کور پنځه سرتېري وژلي


د بلوچستان په تربت کې بېګا شپه ناڅرګندو وسله والو پر يوې امنیتي چوکۍ په برید کې د فرنټير کور پنځه سرتېري وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

د پېښې درې واړه ژوبل کسان هلته په سیمه کې ورجوخت روغتون ته وړل شوي دي.

د تربت يوه چارواکي د نوم نه څرګندولو پر شرط د ازادې اروپا راډیو د خبر مرکزي څانګې ته ويلي چېدا پیښه بېګا شپه د ایران پولې ته څېرمه د کیچ ولسوالی د بلنګور په کټي کور سيمه کې رامنځته شوې ده.

بلنګور د ايران له پولې پر ۳۰ کلوميټرۍ پروت دی.

چارواکي دا هم ویلي چې دواړو ښکېلو غاړو پر یوه بل درنې وسلې کارولې دي. له پېښې ورسته په سیمه کښې سرحدي عسکرو په لويه کچه عملیات پیل کړي دي خو تر ورستيو اطلاعاتو پورې هېڅوک نه دي نیول شوي.

حکومت او د پوځ مطبوعاتي څانګې (ای اېس پي ار) تر اوسه په دې اړه هېڅ نه دي ويلي.

سږ کال په دې څه باندې یوه نیمه میاشت کې په کوټه کې د ترهګرۍ پېښو ۲۵ تنه وژلي او څه نا څه ۵۶ یې ژوبل کړي دي.


او نه هم د دې بريد ذمه وارې تر دې دمه چا منلې ده خو په دې سیمه کې بلوڅ بېلتونپالي بیا بیا د پاکستانیو امنیتي ځواکونو پر کاروانونو او چوکیو بریدونه کوي. بلوڅ بېلتونپالي د پاکستان له وفاقي حکومته د بلوچستان پر شتمنیو د کورواکۍ غوښتونکي دي.

تېره سېشنبه د صوبې په مرکزي ښار کې هم یوه ځانمرګي برید اته تنه وژلي او تر ۲۰ ډېر یې ژوبل کړي دي. د هغه برید ذمه واري چا لا نه ده منلې.

سږ کال په دې څه باندې یوه نیمه میاشت کې په کوټه کې د ترهګرۍ پېښو ۲۵ تنه وژلي او څه نا څه ۵۶ یې ژوبل کړي دي.

د فېسبوک تبصرې

انځورونه، ویډیوګانې

هندي وګړي د سرو زرو تمبوزک وهلی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:12 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG