د لاسرسي ځای

تازه خبر

 بایډن: نړیواله ټولنه باید د جمهوریت پیاوړي کولو هڅې وکړي


د امریکا ولسمشر جو بایډن د ډېسېمبر پر نهمه په واشنګټن کې د ولسواکۍ انلاین سرمشریزې ته د وینا پر مهال.
د امریکا ولسمشر جو بایډن د ډېسېمبر پر نهمه په واشنګټن کې د ولسواکۍ انلاین سرمشریزې ته د وینا پر مهال.

د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي دي چې نړیواله ټولنه باید د جمهوریت پیاوړي کولو، د درغلۍ پرضد د مبارزې او د بشري حقونو د درناوي د رواجولو هڅې وکړي.

دا خبره نوموړي د ډېسېمبر پر نهمه په واشنګټن کې د ولسواکۍ انلاین سرمشریزې ته په پرانیستونکې وینا کې وکړه.

بایډن وویل، د څېړنیزو ادارو رپورټونه ښيي چې د نړۍ په لسګونه هېوادونو کې د جمهوریت ځینې اړخونه د زوال په حال کې دي نو ځکه دا اړینه ده چې د ولسواکۍ د پیاوړتیا هڅې وشي. "جمهوریت په تصادفي ډول نه راځي. زموږ هر نسل باید په هر دور کې ډېموکراسي بیا نوې کړي. او زما په نظر دا موږ ټولو لپاره یوه ډېره اړینه او بیړنۍ موضوع ده. ځکه چې هغه څېړنې چې موږ یې ګورو ښيي چې موږ پر ناسم لوري روان یو. د فریډم هاوس د ۲۰۲۰ز کال رپورټ ښيي چې ازادیو په تېرو ۱۵ کلونو کې په پرله پسې ډول شاتګ کړی دی. د نړیوالې ډېموکراسۍ او انتخاباتي مرستو انسټیټوټ یو بل تازه رپورټ ښيي چې په تېرو ۱۰ کلونو کې د امریکا په ګډون د نړۍ د ټولو جمهوري هېوادونو په نیمايي هغو کې ولسواکي په لږ تر لږه یوه برخه کې له زوال سره مخامخ شوې ده."

دا انلاین غونډه د ((ولسواکۍ لپاره د سرمشریزې)) په نوم نومول شوې چې پکې تر ۱۰۰ زیاتو هېوادونو، ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې چارواکي او د مدني ټولنو او شخصي څانګو استازي ګډون کوي. په دوه ورځنۍ غونډه کې پر جمهوریت او بشري حقونو بحثونه کېږي او چارواکي ولسواکۍ ته د ورپېښو چیلېنجونو د ختمولو او د جمهوري اصلاحاتو پر لارو چارو غور کوي.

ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو مشر انتونیو ګوتېرش د ډېسېمبر پر ۱۰مه غونډې ته وینا وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر خپله ووبپاڼه لیکلي چې د سرمشریزې په اجنډې کې درې مهم موضوعات یعنې له زورواکۍ او امریته د ټولنو دفاع، د درغلۍ یا اداري فساد پروړاندې مبارزه او د بشري حقونو د درناوي تبلیغ او پرمختیا شامل دي.

وزارت وايي، د غونډې ګډونوال به د خپلو هېوادونو دننه او پر نړیوال کچ د اصلاحاتو، د زورواکۍ مخنیوي، د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې او بشري حقونو ته د درناوي د دودولو ژمنې کوي.

نړیواله ټولنه باید ټولې ازادۍ وساتي

امریکايي ولسمشر جو بایډن په خپله وینا کې زیاته کړه چې د نړۍ جمهوري هېوادونه باید د ټولو ازادیو دفاع وکړي."موږ د جمهوریت لپاره د نړیوالې ټولنې په توګه باید د هغو ارزښتونو دفاع وکړو چې موږ سره متحدوي. موږ باید د انصاف او د قانون د واکمنۍ لپاره ملا وتړو. موږ باید د بیان ازادۍ، د غونډو او جلسو جوړولو ازادۍ، د رسنیو ازادۍ، د مذهبي ازادۍ او د ټولو وګړو د ګردو بشري حقونو د دفاع لپاره ودرېږو."

په امریکايي پلازمېنه واشنګټن کې د جمهوریت پیاوړي کولو لپاره انلاین غونډه په داسې حال کې کېږي چې په پاکستان کې سیاسي، مدني او د بشري حقونو یوشمېر فعالان او پوهان دریځ لري چې هلته په تېرو کلونو کې جمهوریت د کمزوري کېدو په حال کې دی.

پاکستان کې د جمهوریت صورتحال

د سیاسي چارو شنونکی زاهد حسین، چې تازه یې په پاکستان کې د جمهوریت په اړه کتاب خپور شوی، وايي، یوازې انتخابات د جمهوریت معنا نه لري بلکې تر ټاکنو وروسته باید جمهوري ادارې پیاوړې شي.

نوموړي د ډېسېمبر پر نهمه مشال راډیو ته وویل، په خپل تازه کتاب کې یې هم دا بحث کړی دی چې په پاکستان کې په تېرو درو کلونو کې جمهوریت د کمزوري کېدو په حال کې دی."اصلاً د پاکستان په ولسواکۍ کې تر ټولو لویه مسله دا ده چې تر انتخاباتو وروسته چې نوی حکومت جوړ شي نو جمهوري ادارې نه مضبوطوي. دا هغه څه دي چې موږ په تېرو درو کلونو کې په خاصه توګه ولیدل. زموږ ستونزه دا ده چې دلته تر الېکشن وروسته حکومت جوړ شي خو بیا واکمنان د زورواکانو په څېر چلند کوي. همداراز، په تېرو درو کلونو کې موږ ولیدل چې د پارلېمان وجود تقریباً نه شته. په بله معنا، دلته پرېکړې په پارلېمان کې نه کېږي، بلکې په نورو طریقو کېږي."

خو د پاکستان حکومت وايي، د جمهوریت پیاوړتیا ته ژمن دی او همدا لامل دی چې غواړي په انتخاباتي نظام کې اصلاحات وکړي. وزیراعظم عمران خان په بیا بیا ویلي دي چې د ولسواکۍ او د جمهوري ادارو پیاوړتیا هڅو ته دوام ورکوي.

زاهد حسین وايي، د پاکستان اپوزیشن ګوندونه هم د جمهوري ارزښتونو او ادارو مضبوطۍ ته توجه نه ورکوي. دی وايي، په اکثرو اپوزیشن ګوندونو کې دننه هم جمهوریت کمزوری دی. د ده په اند، د اپوزیشن سیاستوالان باید په خپلو ګوندونو کې جمهوریت دود کړي.

خو د حکومت پروړاندې د یوشمېر اپوزیشن ګوندونو پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) دریځ لري چې د ۲۰۲۰ز کال له سېپټېمبر راهیسې یې ټولې جلسې، احتجاجونه او غونډې په هېواد کې د جمهوریت پیاوړي کولو لپاره کړې دي. د اپوزیشن سیاستوالان دا هم وايي چې د ګوندونو دننه جمهوریت لري او د احتساب پاخه معیارونه یې ټاکلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG