د لاسرسي ځای

تازه خبر

عوامي نیشنل ګوند: حکومت دې د بابړې د پېښې عدالتي پلټنې وکړي


د عوامي نیشنل ګوند مشران هر کال د بابړې پر یادګار ګلونه غوړوي - د ۲۰۱۴ز کال انځور
د عوامي نیشنل ګوند مشران هر کال د بابړې پر یادګار ګلونه غوړوي - د ۲۰۱۴ز کال انځور

په خیبر پښتونخوا کې د اپوزیشن ملتپاله ګوند عوامي نیشنل پارټۍ د بابړې د خونړۍ پېښې د عدالتي پلټنو غوښتنه کړې.

دا غوښتنه د ګوند مرکزي عمومي سېکرټر میا افتخار حسین د اګست پر ۱۲مه د چارسدې په غازي ګل بابا جومات کې "د بابړې شهیدانو ۷۳م تلین" په مناسبت ولسي غونډې ته کړې.

د ده په خبره، په ۱۹۴۸ز کال کې د اګست پر ۱۲مه د هغه وخت د مسلم لیګ حکومت په امر د خدايي خدمتګار تحریک پر مظاهرې په ډزو کې تر ۶۵۰ زیات کسان وژل شوي ول.

پر هغه ورځ خلک د غورځنګ د باني مشر خان عبدالغفار خان چې د باچا خان په نوم پېژندل کېږي، د ګرفتارۍ ضد احتجاج ته وروتلي ول.

هغه مهال د خیبر پښتونخوا نوم صوبه سرحد وه او عبدالقیوم خان یې اعلا وزیر وو.

د خدايي خدمتګار تحریک د هغه وخت مشرانو او د عوامي نیشنل ګوند سیاستوالان وايي، امنیتي سرتېرو پر بې وسله او پرامنه مظاهرې ډزې کړې وې.

میا افتخار حسین وویل، د دې پېښې عدالتي پلټنې دې وشي او پکې ککړ کسان که مړه هم وي، باید ورته عدالت سزا واوروي چې په راتلونکې کې دا ډول پېښې تکرار نشي.

د پاکستان پخوانیو حکومتونو په پېښه کې د وژلیو د شمېر او د عوامي نیشنل ګوند د دعوو تصدیق نه دی کړی او نه یې په اړه کله پلټنې کړې دي.

عوامي نیشنل ګوند د پخواني خدايي خدمتګار ځایناستی دی.

دا ګوند او د خیبر پښتونخوا ځینې نور ملتپاله سازمانونه هر کال د اګست پر ۱۲مه د بابړې په پېښه کې د وژلیو تلین لمانځي او د حقونو مبارزې لپاره خپل هوډ بیا تازه کوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG